نورستان کې په درې زره او ۶۴۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۸:۱۱
نورستان کې په درې زره او ۶۴۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې


۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰
وچکالۍ ځپلو مالدارانو سره د څارويو د خوراکي توکو د مرستې په دوام، داځل د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ ددې ولایت پر درې زره او ۶۴۰ وچکالۍ ځپلو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
د ياد مرستې په ترڅ کې ددې ولايت درې زره او ۶۴۰مالدارانو هر مالدار ته ۱۰۰ کيلو ګرامه د څارويو متراکم باکيفيته خوراکي توکي ورکړل شوي دي، چې موخه يې د وچکالۍ ځپلو مالدارانو د څارويو خوندي کول، د مالدارانو ملاتړ او د مالدارۍ پراختيا او ودې ته زمينه برابرول دي.
بايد وويل شي،چې دکرنې وزارت د همکارو بنسټونو په مرسته د يوې طرحې پر اساس په ټول هېواد کې پر وچکالۍ ځپلو مالدارانو د څارويو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل کړی دی، چې تر دې دمه زرګونه مالداران ترې برخمن شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

ننګرهار کې ۱۲۳ کاریګرو او بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه

۱۸ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې  په همکارۍ ۱۲۳ کاریګرو او بزګرانو سره یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو بڼونه جوړېږي

د میدان وردګو ولایت  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاروکي وایي، چې په دې ولایت کې یوشمېر بڼوالو ته د ګیلاسو معیاري بڼونه جوړېږي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۳۵
Background image

د هلمند ناوې ولسوالی کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمن شویو سیمو د کنترول او عامه پوهاوي په موخه یو ورځنی سیمینار د هلمند ولایت د ناوې په ولسوالی کې ترسره کړ. په دغه. . .

بازگشت