سرپل کې د سبو ۳۲۰ کورني باغچې جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۲۱:۵۰
سرپل کې د سبو ۳۲۰ کورني باغچې جوړېږي

۷ چنګاښ ۱۴۰۰
د سرپل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، په دې ولایت کې د ۳۲۰ کورنیو باغچو د جوړېدو خبر ورکوي.
یاد ریاست وایي، چې دغه کورني باغچې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې (EATS) په همکارۍ جوړېږي.
د سرپل دکرنې ریاست وایي، چې ددغو کورنیو باغچو د جوړولو په پار د روان کال په ترڅ کې د سرپل ولایت په مرکز کې د مېرمنو اقتصادي ځان بسیاینې په پار په ۱۲۰ اړمنو او کروندګرو مېرمنو د اووه ډوله سبو تخمونه چې په کې رومي بانجان، توربانجان، بېنډۍ، پالک، توری، کاهو او پیاز شامل دي وېشل شوي دي.
ټاکل شوې، چې د سرپل ولایت د کلیو په پراختیایي شوراګانو کې په شاملو ۲۰۰ نورو مېرمنو هم د کورنیو باغچو جوړولو په پار د سبو تخمونو د وېش لړۍ پیل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۸
Background image

کابل کې څه باندې ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته د چرګانو او وزو وېش لړۍ پیل شوه

د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغانستان لپاره د کلیو بیاودانولو ادارې «آرآراې‌اې»، په همکارۍ ددې ولایت په خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې« په افغانستان کې د اغېزمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۶
Background image

پکتیا کې د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خصوصي وټرنر ډاکترانو روزنیز پروګرام پیل شو؛ څه باندې ۱۰۰ زره څاروي واکسنېږي

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د بروسلوز ناروغۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۸:۵۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال غزني کې د کرنې ریاست چارې وارزولې؛ د شفافیت، اداري مسؤلیت او د عشر او زکات د منظم تنظیم پر پیاوړتیا ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي نورالدین عمیر، د عشر او زکات له لوی رییس مفتي ندا محمد ندیم او مل پلاوي سره غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې. . .

بازگشت