د کانونو او کرنې پر سکټورونو د پانګونې په هکله دچک لومړي وزير سره د افغانستان د پلاوي خبرې اترې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۴:۴۵
د کانونو او کرنې پر سکټورونو د پانګونې په هکله دچک لومړي وزير سره د افغانستان د پلاوي خبرې اترې

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰
 د چک جمهوريت لومړي وزير اندریج بریش (Andrej Babiš) سره د پراګ په ښارکې د افغانستان د پلاوي په ناسته کې د کانونو او کرنې سکټورونو پر پانګونې خبرې وشوې.
 د کانونو او پټروليم وزير هارون چخانسوري، د صنعت او سوداګرۍ وزير نثار احمدغورياني، دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌‌الله غفوري، د ملي تدارکاتو لوی رييس کبیر عیسی‌خېل او  د جمهوري رياست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا دبرخې رييس عطاالله نصیب په ګډون د افغانستان پلاوي د چک جمهوريت لومړي وزير اندریج بریش سره، په داسې حال کې چې ددې هېواد د پارلمان رييس او د بهرنيو چارو وزير هم شتون درلود پر بېلابېلو سکټورونو له ډلې د کانونو او کرنې پر سکټورونو د پانګونې په موخه خبرې اترې وکړې.
 په دې ناسته کې د چک جمهوريت لومړی وزير د افغانستان پر کرنه د پانګونې په موخه د چمتووالي ترڅنګ وويل، هېواد يې چمتو دی چې افغانستان ته ټراکټورونه او نور کرنيز ماشينونه و لېږدوي.
دچک جمهوريت چارواکو دغه راز ټينګار وکړ چې دوی چمتو دي، چې د چک په هېواد کې جوړ شوي کرنيز ماشينونه او توکي په افغانستان کې بسته بندي کړي، تر څو ياد توکي په ټيټه بيه د افغانستان د بزګرانو لاسته ورسېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت