نوروز، نوی کال او نوې هیلې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۱:۱۳
نوروز، نوی کال او نوې هیلې

دهقان (بزګر) اوونیزه /  نورالله پتمن
نوروز له زرګونو کلونو راهیسې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي.
په ۲۰۱۰ کال کې د ملګرو ملتونو عمومې اسامبلې نوروز د یو نړیوال جشن په توګه تصویب کړ او همدارنګه یونسکو هغه د نړیوالو معنوي ارزښتونو په نوملړ کې ورګډ کړ.
د نړۍ شاوخوا ۳۰۰ ملیونه خلک نوروز د یو ملي جشن په توګه نمانځي.
د اوسني افغانستان لرغونی بلخ، چې یو مهال د ښارونو مور بلل کېده، د نوروز د پیدایښت اصلي ټاټوبی دی.
نوی کال یا نوروز په ادبیاتو کې هم په پراخه کچه ستایل شوی او نمانځل شوی دی. خوشحال بابا وایي:
په راتلو درسره ډېرې خوښۍ راوړې
په خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه
او بل ځای بیا خوحشال بابا داسې وایي:
‏د نوروز منت په باغ دی، په صحرا هم
نوراني یې شي له فیضه هغه، دا هم
چې په باغ کې رنګارنګ ګلونه وا شي
غنیمت ده د ګلونو تماشا هم
نوروز یا نوې ورځ د کال لومړۍ ورځ ده. خو د نوروز ارزښت یوازې د نوي کال په پیلېدا کې نه دی نغښتی. نوروز نه یوازې دا چې د نوي کال پیل دی، بلکې دا د پسرلي د ښکلي موسم پیل هم دی. دا د پسرلي جشن هم دی.
د ژمي خورا سختې یخنۍ وهلی او مړاوی کړی طبیعت بېرته راژوندۍ کېږي او راغوړېږي. غرونه او رغونه، دښتې او بیابانونه د پسرلي په رارسېدو سره شین زړه راښکونکی بخمل اغوندي، باغونه شنه کېږي، ګلان غوړېږي او ونې غوټۍ نیسي.
نوروز د اعتدال او برابرۍ جشن هم دی. په نوروز کې شپه او ورځ سره برابرېږي.
همدارنګه نوروز پر خپلو کړنو د نوې کتنې جشن دی. هر انسان د نوروز یا نوي کال په رارسېدو سره په تېر کال کې خپلو کړنو ته کتنه کوي، هغه په هر اړخیز ډول څېړي نیمګړتیاوې او بریاوې یې په ګوته کوي، په نوي کال کې د نیمګړتیاوو د لرې کولو لپاره لارې چارې لټوي او د بریاوو د پراخولو او پیاوړي کولو لپاره لا ډېر کوښښ کوي.              نوروز د کار او زیار جشن هم دی. کروندګر ځانونه کرکیلې ته چمتو کوي.
په افغانستان کې ټول خلک د نوروز رارسېدو ته تابیاوې نیسي. دا جشن هم په دولتي کچه نمانځل کېږي او هم هره کورنۍ یې له خپل وس او توان سره سم نمانځي.
په افغانستان کې موږ په یووخت کې څو جشنونه لرو: د نوي کال او پسرلي د پیل جشن، د بزګر جشن او د نوي تعلیمي کال د پیل جشن.
د نوي کال د وري میاشتې دویمه ورځ د بزګر ملي ورځ ده. د بزګر ملي ورځ هرکال د کرنې وزارت له خوا د بزګر مېلې او نندارتون په لاره اچولو سره نمانځل کېږي.
د نوي کال په پیل سره د ټولو هېوادوالو په زړونو کې هیلې راټوکیږي، د نوي کال د هرکلي په پار دودیزې مېلې په لاره اچوي او نوي کال په دودیزو مېلمو او شاندارو مراسمو لمانځي. نوي کال ته د نورو ترڅنګ زموږ زیارکښ بزګران هم خوښ وي د دوی په زړونو کې هیلي غوړیږي او خپلو کروندو پالنې او کرکېلي ته مخه کوي. بزګران د سوړ ژمې تېرېدو څخه وروسته په نویو هیلو د نوي کال څخه د سیمه ییزو دودونو د لمانځنې او پخپلو ځمکو کې د سبو،غلو دانو کرلو او نورو کرنیزو چارو لپاره ځانونه چمتو کوي.
د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د بزګر ورځ نمانځل کېږي، چې ګڼ لوړ پوړي دولتي چارواکي د دغې  ورځې په  مراسمو کې برخه اخلي، دغه راز ښاریان د هېواد ګڼو کلیوالي سیمو او مېلو ته د رنګارنګ جامو په اغوستلو سره ورځي تر څو د بزګر ورځ په خپل ورتګ سره لا رنګینه کړي او یو ځای یې نمانځي.
ددغو مراسمو له ډلې یو هم د کابل په بادام باغ کې د بزګر دودیزه مېله او کرنیز نندارتون دی، چې له څو کلونو را په دې خوا په لاره اچول کېږي، د کرنې او مالدارۍ اړونده شرکتونه او کروندګر خپل کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کوي او ډېر شمېر خلک د څو ځانګړو ورځو لپاره ترې لیدنه کوي.
د ۱۴۰۰ ام کال د وري د میاشتې دویمه نېټه چې د بزګر له ورځې سره برابره ده، د کرنیزو محصولاتو پنځه ویشتم نندارتون او د بزګرمېله د «معیاري تولید، سوداګریزه کرنه» تر عنوان لاندې د کابل د بادام باغ په څېړنیز فارم کې د څلورو ورځو لپاره  په لاره واچول شوه، چې د یاد نندارتون په ۲۸۶ غرفو کې حیواني او کرنیز محصولات، نوي کرنیز ټکنالوژۍ او د ښځو لاسي صانیع نندارې ته وړاندې شوي ول.
دغې مېلې او  نندارتون ته د هېواد د ګوډ ګوډ څخه ګڼ شمېر بزګران هم راغلي وو چې په خپل پراخ ګډون او نندارو سره یې د خپلو سیمو د دود سره سم ډول ډول نندارې وړاندې کړل.
حاجي امان الله د کابل په میر بچه کوټ ولسوالۍ کې په بزګری بوخت دی نموړی وایي، چې د بزګر ورځې نمانځل یې په روح او فکر خورا ښه اغېزه کړې ده. حاجي امان الله وایي، چې د بزګر ورځې نمانځل یې هڅوي، چې په خپلو کروندو کې د غوره محصولاتو او کرنیزو توکو د تولید، پالنې او روزنې لپاره ډېر کار وکړي.
هغه له نور بزګرانو څخه هم غواړي تر څو د وطن د ښېرازۍ او زرغونتیا لپاره کار وکړي تر څو خپل محصولات په کور د ننه په ورته نندارتونونو کې نندارې او خرڅلاو ته وړاندې کړي.
دغه راز د کرنیزو محصولاتو پنځه ویشتم نندارتون کې له ننګرهار څخه محمد نادر بختانی طبي بوټې د پلور او نندارې لپاره نندراې ته وړاندې کړې وه. هغه خوښ و، چې د هېواد په کچه یې په داسې نندارتون کې ګډون کړئ، چې ګڼ شمېر هېوادوالو یې له طبي بوټو څخه کتنه وکړه او خپل طبي بوټې یې خرڅ کړل.
نوموړی یاد نندارتون څخه خوښ دی او له حکومت څخه غواړي، چې دې ته ورته دې نور نندارتونونه هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په لاره واچوي تر څو هېوادوال وکولای شي په کور د ننه خپلو تولیداتو ته لاس رسی ولري.
د کرنې وزارت په کور دننه او بهر د نندارتونونو په لاره اچولو سره کرنیزو محصولاتو ته بازارموندنه کوي او ترڅنګ یې هرکال په ټول هېواد کې بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کوي. د دوی لپاره روزنیزې برنامې په لاره اچوي، ننداریزې قطعې ورته جوړوي، د مالدارانو مالونو ته بېلابېل واکسینونه او د ناروغیو ضد درمل ورکوي. دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو په وړیا توګه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشي، د ونو او کروندو د افت ضد درمل ورکوي او دوی ته د کرکېلي، بڼوالۍ اومالدارۍ نوي لارې چارې ښیي، ترڅو د دوی اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.