د اقليمي بدلونونو له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د ټيټولو پروژې CDRRP د مشرۍ او ارزونې بورډ غونډه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۴:۳۴
جلسه بورد رهبری و ارزیابی  پروژه کاهش‌دهی خطرات حوادث ناشی از تغیر اقلیم  CDRRP برگزار شد

۱۳ کب ۱۳۹۹
 د اقليمي بدلونونو له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د ټيټولو پروژې یا CDRRP د مشرۍ او ارزونې  بورډ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په مشرۍ په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې د پروژې د اړوندو خواو همکاران په حضوري او انلاین ډول د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړي و.
له ډلې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې «UNDP» ادارې مرستیال سورایو، د UNDP د برنامو آمر انجنیر سلیم، د CDRRP د پروژې سرپرست بختیار الکوزی،د چاپېريال ساتنې ملي ادارې استازي، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت استازي، د کليو دبيارغونې او پراختيا وزارت استازي، د هوا پېژندنې رياست استازي، د کابل پوهنتون استادان او د ملګرو ملتونو د UNOPS د سیمه ییز دفتر استازو ګډون در لود.
په دې غونډه کې، د اقليمي بدلونونو له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د ټيټولو پروژې د تېرکال پر لاسته راوړنو او فعاليتونوتو  او د راتلونکې کال پر پلانونو خبرې وشوې او دغه راز د پروژې د بودیجې د تعدیلاتو په موخه پر وړاندیزونو خبرې  وشوې.
د غونډې په پای کې حشمت الله غفوری د اتخاذ شویو پرېکړو په هکله لازمې سپارښتنې وکړې. وروسته د یادې پروژې چارواکو ژمنه وکړه، چې په ټاکلي موده کې به لارښوونو ته رسېدنه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت