د خوړو نړیوالې ادارې د ۲۰۲۱ اجرایي بورډ لومړنۍ غونډه د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال په ګډون په لاره واچول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۱۳:۱۱
نخستین جلسه‌ی بورد اجرایی سازمان غذایی جهان در ۲۰۲۱ با اشتراک معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت برگزار شد

۷ کب ۱۳۹۹
د خوړو نړیوالې ادارې د اجرایي عمومي بورډ لومړنۍ غونډه د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په ګډون سره په ایټالیا کې په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې ښاغلی غفوري د افغانستان د حکومت او کرنې وزارت په استازيتوب ګډون کړی و. په ۲۰۲۱ کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د اجرایي بورډ لومړنۍ منظمه غونډه د روان کال د فبروري له ۲۲ تر ۲۴ پورې د ایټالیا پلازمېنې روم په کوربه ټتوب په ډیجیټال بڼه په لاره واچول شوه. یاد اجرایي پلاوې، د خوړو نړیوال پروګرام تر ټولو جګپوړې حکومتي نهاد دی، چې د ملګرو ملتونو یا د خوړو نړیوالې ادارې  ۳۴ غړي هېوادونه په کې شاملې دي، چې د خوړو نړیوال پروګرام فعالیتونو لپاره نظارت، پالیسۍ او بین دولتي ملاتړ برابروي.
په دې غونډه کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) غړو هېوادونو ترمنځ د نړۍ  او سیمې پر اجمالي ارزونې هر اړخیزې خبرې شوي دي، یاده غونډه کې پر منابعو، مالي سرچینو، بودیجه يي مسایلو، عملیاتي پلانونو، پالیسۍ او دغه راز  بشردوستانه اړتیاوو ته کتنه او پر عملیاتي لومړیتوبونو او ننګونو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې. دغه راز په دې غونډه کې د خوړو نړيوال پروګرام د فعالیتونو د ملاتړ په موخه ددې ادارې غړو هېوادونو خپل مالي ملاتړ اعلان کړل.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې خپل فعالیتونه له ۱۹۶۳ کال څخه پیل کړی دی او تر دې دمه د هېواد په کچه خلکو سره بشردوستانه او د خوراکي توکو مرستې برابرې کړي دي. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام فعالیتونه د کار په بدل د خوراکي توکو وېش، د روزنې لپاره خواړه، د کرنې پراختیا، په لرو پرتو سیمو کې ټولو ته معیشت او د خوړو خوندیتوب دي، چې د افغانستان حکومت د خوړو نړیوال پروګرام له یادو بشردوستانه فعالیتونو څخه مننه کوي.
دغه راز د افغانستان حکومت د بشردوستانه مرستې روسنې په برخه کې د خوړو نړیوال پروګرام خپل یو ډېر ښه همکار بولي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۹
Background image

ارزګان کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « په کرنه او مالدارۍ سکتور باندې د اقلیمي بدلون سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د مرکز اړوند د خطابي کلي ۱۰ تنو مالدارانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۸:۳۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د ترکیې د ادیرنې ولایت له والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د ادیرنې ولایت. . .

بازگشت