کونړ کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۶:۱۱
کمپین نهال‌شانی در کنر آغاز شد

۲۱ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت والي او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په ګډون د څو نیالګیو په اېښودو سره په دې ولایت کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل کړ.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به د کرنې وزارت له قوریو څخه۸۶ زره نیالګي ولګول شي.
حشمت الله غفوري د کونړ له ولسونو غوښتل، چې په دې کمپاین کې ونډه واخلي او د نیالګیو ساتنې او پالنې ته پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د کونړ والي محمداقبال سعید وویل، چې د ۱۴۰۰ ام کال د نیالګیو اېښودو په کمپاین کې د خصوصي سکټور او کرنې ریاست په همکارۍ به ۱.۸ میلیونه ډول ډول مثمر، غیرمثمر، زینتي او ځنګلي نیالګي کېنول شي، چې ۸۶ زره یې د کرنې ریاست له لورې کېنول کېږي.
ښاغلی سعید یاد نیالګي د چاپېریال د زرغونتیا او د موسمي بدلونو په ګټه وبلل او د کونړ له خلکو څخه یې غوښتنه دا وه، چې یو یو نیالګۍ د سیمې د ښیرازې لپاره کېنوي.
کونړ کې د نیالګیو اېښودو کمپاین د سلواغې له میاشت څخه پیل او د وري تر میاشتې دوام کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

د پنجشېر په ولایت کې له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د خوراکي غنمو او نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شو

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي شفقت او پیرزوینې له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پنجشېر په ولایت کې هغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د کابل ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام، په بادام‌باغ کې د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د پوهنې ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار د کرنې،. . .

بازگشت