د کرنې په وزارت کې د سولې او پراختیا اډانې د سند په پار د پوهاوی غونډه وشوه

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۱۳:۴۴
د کرنې په وزارت کې د سولې او پراختیا اډانې د سند په پار د پوهاوی غونډه وشوه

۹ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې په وزارت کې د سولې او پراختیا اډانې د دویم سند په موخه د نظر غوښتنې او عامه پوهاوی غونډه، ددې وزارت د رییسانو، کارپوهانو او د کرنې سکټور د یوشمېر کارکوونکو په شتون کې په لاره واچول شوه.
د نظرغوښتنې او عامه پوهاوی د یادې غونډې مشري د کرنې وزارت د پلان او پالیسیو لوی رییس شکیب شریفي کوله، ښاغلی شریفي وویل: «که پروګرام له ستر چتر څخه پیل کړو، له نړیوالې ټولنې سره، چې کومې ژمنې لرو، باید نړیوالو اسټراټیژیو ته ژمن پاتې شو. نننۍ غونډه څو برخې لري، یوه برخه یې زرغون کرنې پورې تړلې ده، چې پرې خبرې کوو، په دې سند کې پر درو موضوعاتو ټینګار شوی دی، چې عبارت دي له سولې جوړونه، نظام جوړونه او بیارغونه. له ۲۰۱۲ام تر ۲۰۲۵کال پورې په دې برخو کې څنګه کولای شو چې کار وکړو او له یادو مواردو سره د کرنې اړیکې څه دي؟ په یاد سند کې فعالیتونه هدفمند او متمرکز پیشبیني شوي دي او زموږ کړنې هم باید په همدغو مواردو کې تمرکز وکړي.»
ښاغلی شریفي زیاته کړه، چې راتلونکی اوونۍ ددې سند پر جزیاتو او داچې کومې چارې دکرنې وزارت اړوندې چارې دي پرې خبرې کېږي.
دغه راز د کرنې وزارت د پالیسیو رییس اسماعیل حسن زاده د یوې پریزنټیشن په وړاندې کولو سره وویل: «یاد سند د ځان بسیاینې، د جمهوریت خوندیتوب، اوربند، سوله راوستل، د خلکو سوکالي، د بېوزلۍ کچه ټیټول، کرونا سره مبارزه، د جګړې پای ته رسېدل، له بهرنیو اړتیاوو څخه خلاصون، د خلکو اقتصادي ودې او پراختیا په برخو کې اساسي خبرې لري او د حکومت نظر په کې وړاندې شوې ده، زموږ ونډه په کې اساسي ده. ځکه زموږ د ټولنې ډېری ستونزې کرنې سره اړیکه لري.»
د عامه پوهاوي په دې غونډه کې ګډونوالو هم خپل نظرونه وړاندې کړل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت