پکتیا کې پر ۶۵ قوریه لرونکو د چهارمغزو او جلغوزې تخمونه ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۰:۲۵
پکتیا کې پر ۶۵ قوریه لرونکو د چهارمغزو او جلغوزې تخمونه ووېشل شول

۲سلواغه ۱۳۹۹
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مديريت( FAO-GEF ) پروژې په همکارۍ ددې ولایت د احمداباد او سیدکرم ولسوالیو پر ۶۵ قوریه لرونکو د چهارمغزو او جلغورې تخمونه وېشلي دي.
د پکتیا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د چهارمغزو او جلغوزې یاد تخمونه ددې ولایت د احمداباد او سیدکرم ولسوالیو پرهغو ۶۵ قوریه لرونکو وېشل شوي، چې تېر کال د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مديريت ( FAO-GEF ) پروژې له خوا ورته د چهارمغزو او جلغوزې کورني قوریې جوړې شوې وې. یاد تخمونه د جوړشویو قوریو د نیالګیو د شمېر زیاتوالي او پیاوړتیا په پار وېشل شوي دي.
د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مديريت ( FAO-GEF ) پروژې ولایتي مسوول محمد ابراهیم قادري وویل، چې په دې لړۍ کې هر قوریه دار ته ۱۸ کیلو ګرامه د چهارمغزو او یوه کیلو ګرامه دجلغوزې تخمونه ورکړل شوي دي.
ښاغلی قادري وویل، چې بزګرانو ته له دې وړاندې عملي او تخنیکي روزنه هم ورکړل شوې او د دوی تخنیکي کارکوونکي به یې وخت پر وخت څارنه کوي، ستونزې به پېژندل کېږي او د حل لارې چارې به ورته لټول کېږي.
دغه مرستې ددې ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار ترسره شوي دي.
پکتیا د افغانستان د جلغوزیو، چارمغزو او طبیعي ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د طبیعي ځنګلونو د بيا رغونې په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت