۱۳۹۹یم مالي کالې کې د خوست دکرنې ریاست کړنې او فعالیتونه

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۵:۳۵
۱۳۹۹یم مالي کالې کې د خوست دکرنې ریاست کړنې او فعالیتونه

۱۴مرغومې ۱۳۹۹
دخوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې یې ددې ولایت د بزګرانو، بڼوالو و مالدارانو د ملاتړ او طبیعي سرچینو د خوندي کولو او پراختیا په پار یوشمېر اغېزناکې پروژې پلي کړي دي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس حفیظ الله شاه نوري وایي، چې ۱۳۹۹یم مالي کال ددې ولایت د کرنې ریاست پراختیایي بودیجه ۳۲میلیونه او ۷۵۴زره او ۳۵۲افغانۍ وه، چې ددې ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د کرنې، بڼوالۍ، اوبولګولو، مالدارۍ او طبیعي سرچینو د پراختیا په پار لګول شوی دی.
حفیظ الله شاه نوري وایي، چې ۹۹یم مالي کال کې د خوست د پنځو ولسوالیو په ۳۶۰ قوریو کې دوه میلیونه او ۱۶۰ زره د چهارمغزو او جلغوزیو نیالګي روزل شوې، چې ۲۷ زره هکټاره ځمکه یې تر پوښښ لاندې راوستي دي او په ترڅ کې یې په نېغه او نانېغه توګه دوه زره او ۵۲۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
ددې ترڅنګ په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د خوست ولایت د بڼوالۍ پراختیا په پار هم هڅې شوي دي. د خوست د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري وایي، چې ددې ولایت د بڼوالۍ د پراختیا په پار د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا سږکال د بېلابېلو مېوو ۵۰۵ جریبه بڼونه جوړ شوي دي، پر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشل شوي او ترڅنګ ددې ولایت یوشمېر بڼوال روزل شوي هم دي.
په ورته وخت کې شنې خونې، څېړنیز فارمونه، د زعفرانو او سویابینو ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي.
د ښاغلي نوري په وینا په خوست ولایت کې د سبو په برخه کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په اډانه کې پر مېرمنو د بادرنګو، بانجانو، پیازو توربانجانو، پالک، مرچ، او بینډیو تخمونه ویشل شوې دي. په مرکز، باک، تڼی، نادرشاه کوټ، صبری، ګربز، اسمعیل خېل، علیشیر، ځاځی میدان او نورو اړونده ولسوالیو کې بزګرانو ته د زعفرانو پنځه ننداریزې قطعې او د غنمو یوشمېر ننداریزې قطعې جوړول او پر شپږزره او ۷۵۰ بزګرانو څه باندې ۳۳۷ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل د خوست د کرنې ریاست نورې کړنې دي.
د خوست دکرنې رییس زیاته کړه، چې د نورو برخو ترڅنګ ۹۹یم مالي کال کې ددې ولایت مالدارۍ ته هم ډېره پاملرنه شوې ده. حفیظ الله شاه نوري وایي، چې حیواني او نباتي ناروغیو او افتونو سره د مبارزې په پار څلور بابه حیواني کلینیکونه جوړول، د نباتي او حیواني درملو وېش، مالدارانو لپاره د لبنیاتو د پروسس اړینې توکي برابرول، په سپیره او علیشیرو ولسوالیو کی د ۲۰ ملیونو افغانیو په ارزښت ۲۵۰ بابه نیمه سوداګریز فارمونوجوړول، چې ۵۰سلنه یې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې او ۵۰سلنه نور یې د برخمن شویو مالدارانو له خوا ورکول شوي دي او ترڅنګ یې ددې پروژې له لارې ۲۵ بېوزله کورنیو ته غواوې، نسلې وزې، سل ګرامه ایکتو پرازیت، ۶۰۰ ملي ګرامه ډیورمنګ، ۱۰ملي ګرامه تګافون ورکول او هرې کورنۍ ته اړینې روزنې ورکول په ۹۹یم مالي کال کې د مالدارۍ په برخه کې ددې ریاست کړنې دي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس حفیظ الله شاه زیاته کړه، چې دخوست په ټولو ولسوالیو کې ۵۵ زره څاروي واکسین شوي دي، ټولو ولسوالیو لپاره د خدماتو د وړاندې کولو په موخه له لسو وټرنرانو سره تړونونه لاسلیک شوې، څلور بابه سایلچ سیلوګانې جوړې شوې، دوه زره او ۸۸۰ هیګولرونکو چرګان وېشل شوې دي.
حفیظ الله شاه نوري وایي، چې ۱۳۹۹یم مالي کال کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې هم په دې ولایت کې یوشمېر پروژې پلي شوي، چې په کې ۱۹ د پیازو زېرمتونونه او ۴۹ د کچالو زېرمتونونه جوړول شامل دي.
د دغه ریاست د ترسره شویو پراختیایي پراګرامونو څخه سلګونه نارینه او ښځینه کروندګر او مالداران برخمنې شوي دي، چې پدې سره په یاد ولایت کې کرنیز سکتور ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت