دکرنې وزير ته دپروژې دچارواکو دمالوماتو ورکړې غونډه: په ۱۳۹۹يم کال کې د «HVCDSP» پروژې فعاليتونه او ۱۴۰۰ام کال لپاره يې برنامې

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ - ۱۶:۱۷
دکرنې وزير ته دپروژې دچارواکو دمالوماتو ورکړې غونډه: په ۱۳۹۹يم کال کې د «HVCDSP» پروژې فعاليتونه او ۱۴۰۰ام کال لپاره يې برنامې

۱۳ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې «HVCDSP» چارواکو، په ۱۳۹۹یم مالي کال کې دیادې پروژې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق ته مالومات وړاندې کړل او ترڅنګ یې د راتلونکي ۱۴۰۰ام کال د برنامو په هکله هم جزیات ورکړل.
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې رییس احمدفرید راید، ددې پروژې د فعالیتونو او برنامو د راپور په وړاندې کولو سره وویل، چې د«HVCDSP»  شپږ کلنه پروژه ده، چې د نویو بڼونو جوړولو او د مېوو او سبو د زیاتوالي په برخه کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو «غزني، میدان وردګ، بامیان، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کونړ، لغمان او ننګرهار» کې فعالیت کوي.
ښاغلی راید زیاته کړه، چې په ۱۳۹۹یم کال کې ددې پروژې پراختیایي بودیجه ۷۱۰ میلیونه افغانۍ وه، چې له دې ډلې تر دې دمه ۹۲ سلنه یې لګول شوی دی.
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه، چې د اسیایي پراختیایي بانک «ADB» له خوا تمویلیږي، په روان مالي کال کې ۱۸۰ ممیزخونې، د کچالو ۳۸۸ زېرمتونونه او د پیازو ۳۳۵ زېرمتونونه یې جوړې کړي دي او ترڅنګ یې ترچتر لاندي په ولایتونو کې د مېوو اوسبو ۱۸۸ لمریز وچوونکي دستګاوې هم پر بزګرانو وېشلي دي.
احمدفرید راید وایي، چې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه په ۱۴۰۰ام لمریز کال کې، د خرماوو او سټروسو د متراکمو بڼونو پرجوړولو، دغه راز د چیلې د توکو چمتولو او تدارک، د نیالګیو چمتوکول، او ترڅنګ یې د اوبو زېرمتونونه جوړول او د څاڅکي اوبوخور سیسټمونه جوړولو، د شنوخونو جوړولو او دکرنې په برخه کې د خصوصي سکټور د ملاتړ برخې ته ډېره پاملرنه کوي. هغه وویل، چې په ۱۴۰۰ام لمریز کال کې یاده پروژه ۷۶۴ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجه لري.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، په دې غونډه کې وویل، چې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه دې باید تر ډېره د اقتصادي اغېزمنتوب پر اساس عمل وکړي او باید خپل تمرکز پر بڼوالۍ لاډېر کړي. ښاغلی احدي دغه راز ټینګار وکړ چې،«HVCDSP» دې له ډونر سه په همغږي، خپل فعالیتونه ټولو ولایتونو ته وغځوي.
د کرنې وزیر په دې غونډه کې زیاته کړه، چې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه د بڼوالۍ په برخه کې د خپلو فعالیتونو په پلي کولو کې باید اقلمي شرایطو او د مارکېټ غوښتنې ته په کتو له غوره کیفیت لرونکو نیالګیو کار واخلي. هغه دغه راز د پروژو په پلي کولو کې د بودیجې پر صرفه جویي او اغېزمنتوب هم ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت