د پکتیا د شېدې ټولولو له لسو مرکزونو او د پروسس له مرکز سره اړینې مرستې وشوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۴:۱
د پکتیا د شېدې ټولولو له لسو مرکزونو او د پروسس له مرکز سره اړینې مرستې وشوې

۱۰ مرغومې ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارې برنامې اړیکو دفتر په همکارۍ ددې ولایت د شېدې ټولولو له لسو مرکزونو او د شېدې د پروسس له یو لوی مرکز سره د اړینو توکو مرسته وکړه.
د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وویل، چې په دغو مرسته شویو توکو کې د شېدې ټولولو لسو مرکزونو هر یوه مرکز ته د شېدې څلور ۵۰ کیلویي ډرمونه، دوه لیکټرو مترونه، یوه ترازو، یومیز، دوه پلاستیکي چوکۍ او له بیټرۍ سره یوه لمریزه تخته ورکړل شوي دي.
ښاغلی موند دغه راز وویل، چې ددې مرستو په لړ کې د لبنیاتو د پروسس مرکز ته یوه عراده یخچالي موټر چې ۳.۵ ټنه وړتیا لي او یو ۵۰۰ لیټره فریزر په ۵۰سلنې ونډې سره او ترڅنګ یې څلور ۵۰کیلویي ډرمونه، دوه لیکټو مترونه، یومیز او څور چوکۍ هم ورکړل شوي دي.
باید وویل شي، چې د شېدې ټولولو دغه لس واړه مرکزنه چې مرستې ورسره شوي دي، د پکتیا مرکز ګردیز او ددې ولایت په سیدکرم او احمد آباد ولسوالیو کې فعالیت لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

بازگشت