د افغانستان سوېل ختیځ ځنګل لرونکي ولایتونه؛ خوست پکتیا او پکتیکا

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۴:۲
د افغانستان سوېل ختیځ ځنګل لرونکي ولایتونه؛  خوست پکتیا او پکتیکا

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
په هېواد کې د ځنګلونو پراخوالې د خدای پاک له لویو نعمتونو څخه شمېرل کیږي، چې د هسکو غرونو ښکلا د همدې ځنګلونو منندوی ده. که ځنګلونه نه واي چاپيريال به بدرنګه او وران ښکاریده، په وچو دښتو اوبیابانو هيڅ درد نه دواه کیږي. داچې له یوه پلوه زرغونې سیمې او شنه بڼونه چاپېريال ښايسته کوي، له بله پلوه د انسان د ښه ژوند تظمين هم کوي.
هغه څه، چې د چاپېريال د ککړتيا په راکمولو او له منځه وړلو کي مرسته کوي يوازې زرغونې سیمې، بڼونه او ځنګلونه دي له بده مرغه تر کومه چي انسان په ساينسي تکنالوژی او نورو علومو کي وړاندي تګ کړی او خپل ژوند کي یې بدلون راوستی د خپل تمدن د اړتياو د پوره کولو لپاره يې د ځنګلونو په بي رحمانه ډول د پرېکولو څخه هم ډده نه ده کړئ، چي تر ټولو ناوړه پايله يې د ککړ چاپېريال رامنځ ته کول دي.
ځنګلونه له یوه پلوه چاپېريال پاک ساتي، د سېلابونو مخه نيسي او د وحشي ژوو کورونه په خپله غيږ کي لري او د بل پلوه د طبي بوټو په وده او نمو کي مهم رول لوبوي اوهم زموږ لپاره پاکه او تازه هوا برابروي.
همدا راز ځنګلونه د ژوند ارزښت لرونکي اړتیاوې هم برابره وي، چې په ګڼو برخو لکه د سون لرګیو، ودانیزو چارو، د مېوو او نورو فرعي محصولاتو په توګه ترې کار اخېستل کیږي، چې دا ټول د انسانانو او وحشي حیواناتو د ژوند کولو لپاره خورا اړین دي.
ځنګلونه د وخت په تېریدو سره خپل ارزښت زیاتوي او ورځ تر بلې پراختیا مومي که څه هم له ځنګلونو څخه د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره ډېره ګټه اخېستل کیږي نو په څنګ کې یې د ډېرښت لپاره له داسې لارو چارو څخه کار اخېستل کیږي چې په کم وخت کې یې د احیا لپاره زیات شرایط برابریږي چې دا خورا ټولنیز او اقتصادي ازښت هم لري.
د افغانستان ډېر ولایتونو خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، سمنګان او نور ګڼ شمیر ځنګلونه او غرنیزې سیمې لري، چې هر ولایت او سیمه یې خپلې ارزښتناکې مېوې لکه جلغوزي، چهارمغز، بادام او نور طبي بوټي او پیداور لري، چې د هېواد د خلکو په ورځیني ژوند یې ښه اغېزه کړې ده.
د پورتنیو یادو ولایتونو له ډلېخوست، پکتیا او پکتیکا د افغانستان په سوېل ختیځ کې پراته غرني ولایتونه دي، چې د هېواد نورو ولایتونو ته په کتو ډېر طبیعي ځنګلونه، مشهورې مېوې، طبي بوټي او سابه لري. یاد ولایتونه د چهارمغزو او جلغوزیو له پلوه هم په ځان بسیا دي، چې هر کال ترې په زرګونه مټریک ټنه جلغوزي، غوزان، بادام او نورې ګڼې مېوې د خلکو په همکارۍ د بېلابېلو ولسوالیو څخه راټولې او د پېر او پلور لپاره بازارونو ته وړاندې کیږي.
خوست د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري په دې ولایت کې ګڼې مېوې او نور ډول ډول کرنیز توکي کرل کیږي، چې هر یو یې ښه پایله ورکوي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په وینا په خوست ولایت کې شاوخوا ۱۱۸زره او ۲۲۰ هکټاره ځنګلونهشتون لري، چې په کې جلغوزې، چهارمغز، نښتر، څېړۍ زیتون او ګڼې نورې مېوه لرونکي او بې مېوې ځنګلونه شامل دي.
د یادو ځنګلونو د بیا رغونې او پراختیا په برخه کې په خوست ولایت کې د ۳۶۰ کورنیو قوریو پروژه هم په لاره اچول شوي ده، چې له دې لارې به راتلونکي کال شاوخوا دوه میلیونه او ۱۶۰زره نیالګي چمتو او پنځه زره هکټاره ځنګلونه به ورباندې بیا ورغول شي. د ځنګلونو دبیارغونې ترڅنګ، کارموندنه او د ځنګل لرونکو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دیادو قوریو نورې ګټې دي.
د خوست تر څنګ پکتیا هم هغه ولایت دی، چې ګڼو ځنګولونو، څړځایونو او غرنیزې شنې سیمي یې،  په ښکلا کې خورا ښه بدلون راوستی دی، چې په دې ورستیو کالونو کې ورته ډېره پاملرنه هم شوې ده .
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالومات له مخې پکتیا ۱۰۷ زره ۲۲۰ هکټاره ځنګلونهلري، چې د پکتیا ۲۰ سلنه جوړوي. د دغو ځنګلونو ډېره برخه یې جلغوزي، څېړۍ، اوبښتې، ښون او غوزان دي.
د پکتیا د کرنې ریاست په وینا د ځنګلونو د پراختیا، بیا رغونې او ساتنې لپاره د دغه ولایت په اوو ولسوالیو شواک، احمدابا، سید کرم، ګرده څېړۍ، څمکنیو، ځاځي اریوب او جاني خېلو کې د جلغوزیو او چهارمغزو ۴۲۵ کورني قوریې هم په کروندګرو او خلکو وېشلي، چې له وخت سره سم به یې سمیې ته ولېږدوي، دوی د جوړو شویو قوریو پایله ښه بولي او هیله ښیي چې له دې لارې به په سیمه کې پاتې سیمې هم زرغونې شي.
احمدابا، سید کرم او ډنډ پټان هغه ولسوالۍ دۍ چې د ځنګولونو د بیارغونې لپاره پکې ۷۰ زره د غوزانو نیالګي هم اېښودل شوي دي، چې دا لړۍ به په راتلونکي کې نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
د خوست او پکتیا ولایتونو ته څېرمه پکتیکا هم هغه ولایت دی، چې د ځنګلونو پراخوالې یې شاوخوا ۳۵۴ زره او ۴۰ هکټارو ته راسیږي، چې د ټول ولایت څه باندې ۱۵ سلنه جوړه وي، چې ډېری ځنګولونه یې پلن پاڼي او ستن پاڼي دي لکه جلغوزي، لمنځ، نښتر، سرپ، څېړۍ او چهارمغز.
د پکتیکا د کرنې ریاست په وینا یاد ریاست په دې ولایت کې د ځنګلونو د پراختیا، بیارغونې او خوندیتوب په پار هلې ځلې کړي، چې د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې ۳۵۶ کورني قوریې جوړې شوي دي، چې تر ۶۰۰ پورې نیالګي پکې تر روزنې لاندې دي، چې له وخت سره سم به یې سمیې ته ولېږدوي، دوی د جوړو شویو قوریو پایله ښه بولي او هیله ښیي چې له دې لارې به له ځنګلونو څخه پاتې سیمې هم زرغونې شي.
همدا راز په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ځنګولونو د قانون په اساس د لومړي ځل لپار د ځنګلونو د ساتنې، پراختا، بیارغونې او د ښې ګټې د تر لاسه کولو لپاره ګڼو مدیریتي ټولنو ته په بېلابېلو ولسوالیو کې د مدیریتي پلان له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په رسمي توګه د کاري فعالیت جوازلیکونه هم ورکړل شوي؛ چې د شوي تړون او ټولنو له مخې به ولسونه په دغه ولایتونو کې ځنګلونو او د ورکړل شویو کورنیو قوریو د روزنې او څارنې دنده په غاړه لري .
د کرنې، اوبولګولو اومالداري وزارت د ځنګلونو د بیارغونې، پراختیا او ساتنې لپاره هڅې پیل کړي دي، چې په دې وروستیو کې د خوست او پکتیا ولایتونو د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا په پار یو لړ قومي تړونونه هم لاسلیک شوي دي، چې په دې سره به د قومي مشرانو او ولسونو په همکارۍ به د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا چارې ترسره او د ځنګلونو د پرېکېدو مخه نیول کیږي.

Documents

د افغانستان سوېل ختیځ ځنګل لرونکي ولایتونه.pdf