دکرنې وزیر دالبدر توليدي کمپلکس دچرګانو دانې دتوليد دبرخې په پرانیست غونډه کې: تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د چرګانو غوښې د تولید په برخه کې افغانستان ځان بسیاینې ته رسول زموږ له لومړیتوبونو څخه دی

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱ - ۱۶:۴۲
وزیر زراعت در افتتاح بخش تولید دانه‌ی مرغ مجتمع تولیدی البدر: خودکفایی در تولید گوشت مرغ تا چهار سال آینده، از اولویت‌های ما است


۱ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په شتون کې، نن د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د البدر تولیدي کمپلکس
چې په کې د البدر د چرګانو روزنې فارم، د البدر د چرګانو د دانې تولیدي فابریکه، د البدر د مایع غوړیو د تولید فابریکه، د البدر د حبوباتو د پروسس او بسته بندۍ تولیدي فابریکه او د زاهد ذکي البدر د وریجو د پروسس او بسته بندۍ فابریکه، شامل دي د یولړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې د کرنې وزارت له لومړیتوبونو څخه یو هم د مالدارۍ د سکټور پیاوړتیا ده او د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې د خصوصي سکټور په همکارۍ او مرستې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې افغانستان د چرګانو غوښې د تولید په برخه کې پرځان بسیا کړي.
ښاغلی احدي وویل، چې د هېواد په کچه دمګړۍ دکال نږدې ۲۲۰زره ټنه د چرګانو غوښته تولیږي، خو د افغانستان اړتیاوې په کال کې څه باندې ۲۹۰ زره ټنه ده.
دکرنې وزیر دغه راز وویل، چې د چرګانو روزنې د فارمونو پر وړاندې یوه لویه ستونزه د چرګانو د دانې نه شتون وه، چې له نیکه مرغه دا ستونزه هم د پانګوالو په پانګونې سره هواره کیږي، چې یوه بېلګه یې د البدر د چرګانو د دانې تولیدي فابرکه ده، چې د ورځې ۱۲۰ ټنه د چرګانو دانې تولیدوي.
دکرنې وزیر زیاته کړه، چې د کرنې وزارت د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې له پانګوالو سره تل مرسته او ددوی ملاتړ کوي او دا لړۍ به روانه وي.
په همدې حال کې د البدر د کمپلکس مشر محمدباز غیرت د کرنې له وزیر څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې په یاد کمپلکس کې په نېغه او نانېغه ډول ۸۰ زره کسان په دندو بوخت دي.
ښاغلی غیرت د کرنې وزارت له مشرتابه څخه د همکاریو په پار مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان په کچه ۱۱زره د چرګانو فارمونه شتون لري، چې ۲۰۰ زره چرګوړې تولیدوي او د هېواد په کچه په ټولیزه توګه ۱۵ فابریکې شتون لري، چې د چرګانو دانې تولیدوي.
هغه دغه راز وویل، چې د البدر د چرګانو دانې تولیدي فابریکه په ساعت کې لس ټنه د چرګانو دانه تولید وي او درې نمبرې لري چې د ۱۰ – ۲۰او ۳۰ نومونو یاديږي.
د البدر د کمپلکس مشر د کرنې له وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې د خپل سرو صادراتو مخه ونیول شي. هغه وویل: «د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په پار د خپل سرو صادراتو مخه دې ونیول شي، زموږ تولیدي کمپلکس ډېرې وړتیاوې لري، د البدر دچرګانو روزنې فارم، په ۴۵ ورځو کې دوه زره قطعې چرګان تولید لري. د البدر د حبوباتو د پروسس او بسته بندۍ تولیدي فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې ۸۰ مټریک ټنه حبوبات او د زاهد ذکي البدر د وریجو د پروسس او بسته بندۍ فابریکه، په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰ مټریک ټنه وریجې په اعلي ډول پروسسوي.»
د البدر تولیدي کمپلکس د کابل ولایت د بګرامیو په ولسوالۍ کې په۲۵۰ جریبه ځمکه کې د ۴۱ میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی دی، چې دمګړۍ په شپږو برخو کې کړنې ترسره کوي، چې په کې د البدر دچرګانو روزنې فارم، د البدر د چرګانو د دانې تولیدي فابریکه،  د البدر د وریجو د پروسس او بسته بندۍ فابریکه، د البدر د حبوباتو د پروسس او بسته بندۍ فابریکه، د البدر د کارتن جوړولو فابریکه، د البدر د بوجیو جوړولو فابریکه،  د البدر دمالدارۍ فارم، د البدرد تصفیه شویو ډبروسکرو فابریکه، د البدرمعدني اوبوتولید فابریکه، د البدر کرنیز بڼ او د البدرد حبوباتو د پروسس فابریکې شامل دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت