راون مالي کال کې د ارزګان ولایت د کرنې ریاست لویې لاسته راوړنې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۳:۵۳
راون مالي کال کې د ارزګان ولایت د کرنې ریاست لویې لاسته راوړنې


۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د ارزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان مالي کال په ترڅ کې ددېو لایت دکرنې او مالدارۍ سکټورونو د لاپیاوړتیا په پار یاد ولایت ته د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې په ګډون د ۶۶ میلیونه او ۷۱۶ زره او ۶۱۸  افغانیو په ارزښت پراخیتایي بودیجه ځانګړي شوي وه.
چې د بېلابېلو پراختیایي برخو له ډلې کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ، اوبولګولو، دطبیعي سرچینو مدیریت، د مېوه لرونکو بڼونو جوړول، کروندګرو او بڼوالو ته د شکرپارې ۱۲ هکتاره متراکم بڼونه، د کرنیزو بستو ویش، د ۱۵ جریبه زړو بڼونو بیا رغونه، د زاعفرانو ننداریزې قطعې جوړول، نباتي ناروغیو پر وړاندې بزګرانو ته عامه پوهاوی، د کرنیزو محصولاتو مدیریت ۷۲ پروژې پلي کول او پر کروندګرو مېرمنو لمریزې وچونکي دستګاوې ویشل، څارویو ته د بېلابېلو واکسینونو پلي کول، د قوریو جورښت او ساتنه او ګڼې نورې هغه چارې دي، چې د ارزګان ولایت د کروندګرو، بڼوالو او مالدارنو د ملاتړ په پار په روان مالي کال کې تر سره شوي دي.
د دغه ریاست د ترسره شویو پراختیایي پراګرامونو څخه ۲۰سلنه مېرمنې برخمنې شوي دي، چې پدې سره په یاد ولایت کې کرنیز سکتور ښه وده کړي ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت