ارغستان کې دبابو بند رغنيزې چارې بشپړې شوې

content_admin
ارغستان کې دبابو بند رغنيزې چارې بشپړې شوې

۲۴ليندۍ ۱۳۹۹
دکندهار د ارغستان په ولسوالۍ کې دبابو بند رغنيزې چارې بشپړ شوي دي.
ددې بند رغنيزې چارې تېرکال دغبرګولي په مياشت کې د اته ميليونه او۴۳۶زره او ۸۷افغانيو په لګښت دکرنې وزارت دپراختيايي بوديجې له لارې پيل شوې وې.
دکندهار ولايت دکرنې رييس حفيظ الله سيدي وايي، چې ياد بند د۱۲۶ متر مکعب اوبو وړتيا لري او په جوړېدو سره يې، څه باندې لس زره جريبه ځمکه دخړوبولو تر پوښښ لاندې راغلي دي. هغه وويل، چې ددې بند جوړول دځمکې لاندې داوبو پياوړتيا، دخاورې دتخريب مخنيوی، دسېلابونو کنټرول، دسيمې سمسورتيا او دمالدارانو دڅښاک اوبو په چمتوکولو کې مرسته کوي.
دکندهار دکرنې رييس وايي، چې په وروستيو دوو کلونو کې د ارغستان ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې داوبو لګولو ۸۳ لويې او وړې پروژې پلي کړي دي.