سمنگان کې د ۱۸۰ هکټاره ځنګلونو دبیارغونې په پار د ۷۳۵ زره یورو په ارزښت پروژه پیل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۲:۵۰
پروژه‌ای به ارزش ۷۳۵هزار یورو برای احیای ۱۸۰ هکتار جنگل در سمنگان آغاز شد


۱۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د سمنګانو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ۱۸۰ هکټاره ځنګلونو او طبیعي ښکلاوو د بیارغونې په پار د ۷۳۵ زره یورو په ارزښت یوه پروژه په فعالیت پیل کړی دی.
دغه پروژه، چې د المان دولت په مالی لګښت په لاره اچول شوې ده، په پلي کېدو سره یې ټاکل شوې، چې د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې د ۱۸۰ هکټاره ځنګلونو او طبیعي ښکلاوو د بیارغونې په پار ۳۰ زره نیالګي کېنول شي. دغه پروژه د بېوزلۍ پر وړاندې د پانګونې پروژې له خوا پلي کیږي.
د سمنګانو ولایت د کرنې رییس محمدرحمن ارغندوال وایي، چې د ځنګلونو او طبیعي ښکلاوو د بیارغونې ددې پروژې په پیل سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي. هغه وویل، چې ددې پروژې موخه د ځنګلونو او طبیعي ښکلاوو بیارغول دي او ټاکل شوې، چې ددې پروژې له لارې په ۱۸۰ هکټاره ځمکه کې د پستې، بادامو، چهارمغزو او نورو ونو نیالګي کېنول شي او ترڅنګ یې د انجې طبي بوټي او بومي ګیاوې وکرل شي. هغه وویل، چې ددې پروژې په پلي کېدو سره ټاکل شوې، چې د زرګونو کارکوونکو له خوا ۱۴ زره او ۴۰۰ غوچوړې هر یوه یې د څلورو مترو په اوږدوالی وکېندل شي.
دا درې کلنه پروژه، چې د دوو کړیو ژورو څاګانو کېندل او د نیالګیو د خړوبولو په پار لمریز دستګاه نصبول هم په کې شامل دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۹
Background image

دلغمان دولت شاه ولسوالی دګډیالې ځنګل کې لګېدلی اور مهار شو

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ یو ګډ پلاوی د دولت‌شاه ولسوالی د ګډیالې ځنګل ته د اور د مهارولو لپاره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې نږدې ۱۷ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د رېګستان او دامان په. . .

بازگشت