پکتیا کې د شېدو ټولولو د مرکز رغنیزې چارې په بشپړېدو دي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۱۳:۵۶
پکتیا کې د شېدو ټولولو د مرکز رغنیزې چارې په بشپړېدو دي


۲۴ لړم ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې ددې ولایت په مرکز ګردیز کې د شېدې ټولولو دمرکز د جوړولو رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وایي، د شېدې ټولولو دغه مرکز چې دکرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړیږي، د جوړولو لګښت یې څلور میلیونه افغانۍ ده. دغه مرکز چې په ۲۴ ساعتونو کې له درې تر پنځه زره لېټره شېدې د ټولولو په وړتیا سره جوړیږي عصري خونې، د زېرمې خونه، او ګدام لري.
د یادو مرکزونو د جوړولو موخه د مالدارۍ د تولیداتو له لارې د خوړو خوندیتوب دی.
ښاغلی مومند وایي، چې د شېدې ټولولو یاد مرکز په مستقیمه توګه له کلیوالو مالدارانو شیدې راټولوي او په دې مرکز کې یې پروسسوي، چې هم د کلیوالو مالدارانو د اقتصادي ودې لامل کیږي او هم په هېواد کې د لبنیاتو د پروسس د پراختیا په برخه کې د پام وړ مرسته کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

بازگشت