بدخشان کې د کچالو او پیازو زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۱۱:۱۹
ذخیره‌گاه‌های پیاز و کچالو در بدخشان به بهره‌برداری سپرده شد

۲۱ لړم ۱۳۹۹
د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د کچالو او پیازو د زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې په دې ولایت کې د کچالو ۷۵ زېرمتونونه او د پیازو ۵۶ زېرمتونونه جوړ کړي دي.
ددغو زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ شوي دي، چې ورسره به ددې ولایت د بزګرانو د پام وړ پیاز او کچالو زېرمه او خوندي شي.
د یادو زېرمتونونو د جوړولو ټولیز لګښت ۶۶میلیونه او ۳۶۰زره او ۸۹۹ افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او لس سلنه نور لګښت یې برخمن شوي بزګران پرې کړي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت