بادغیس کې سږ د پستې ۵۲۶ هکټاره بڼونه احداث او بیارغول شوي دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۰ - ۱۳:۵۴
امسال در بادغیس ۵۲۶هکتار زمین پسته احداث و احیا شده است

۲۰ لړم ۱۳۹۹
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دروان کال په ترڅ کې ددې ولایت په مقر او آب کمري ولسوالیو کې د پستې ۵۲۶هکټاره بڼونه نوي جوړ او بیارغول شوي دي.
یاد ریاست زیاتوي، چې ددغو بڼونو له ډلې د کرنې ریاست له خوا ۱۲۰ هکټاره او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا ۴۰۶ هکټاره د پستې نوي بڼونه جوړ او بیارغول شوي دي.
د باغیس د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددغو سیمو د بیارغونې په پار د پستې ۱۷۶ کیلو ګرامه تخم پېرل شوي او په مستقیمه توګه په کېندل شویو غوچوړو کې کرل شوي دي. دا چارې د ځنګلوالي د ۱۰ ټولنو د ۱۴۴ بزګرانو له خوا تر سره شوي دي.
ددې ترڅنګ د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د باغیس په ولایت کې ۵۰ هکټاره د مېوو نوي بڼونه جوړ او د یاد ولایت په آب کمري، مقر، قادس او قلعه نو ولسوالیو کې د مېوې ۳۰ هکټاره زاړه بڼونه بیارغولي دي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت