فراه کې ۴۰ لویې شنې خونې جوړې شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۵:۱
۴۰ گل‌خانه‌ی بزرگ در فراه ساخته شد

۱۳ لړم ۱۳۹۹
د کرنې وزارت ددې وزارت د یوې پروژې له لارې د فراه ولایت د پشت رود او خاک سفید په ولسوالیو کې د سیمې یوشمېر بزګرانو ته ۴۰ لویې شنې خونې جوړې کړې. دغه شنې خونې هر یوه یې په ۳۰۱ متر مربع ځمکه کې رغول شوی دی.
دکرنې وزارت ددې پروژې له لارې، ددغو شنوخونو د رغنیزو چارو په بشپړېدو سره سم، له دغو شنوخونو څخه پر برخمن شویو بزګرانو د کرکېلي او حاصل ټولولو ۲۲ توکي هم وېشلي دي.
په دغو وېشل شویو توکو کې «۶۰۰Watt» لمریزې تختې، اصلاح شوي تخمونه، د درمل شیندولو پمپ، د شنې خونې د حاصلاتو ټولولو بستې، حیواي او کیمیاوي سرې، کراچۍ او پلاستیک شامل دي.
د کرنې وزارت ددې پروژې له لارې تر دې دمه د فراه ولایت په پشت رود او خاک سفید ولسوالۍ کې په ټولیزه توګه بزګرانو ته ۲۰۵ شنې خونې جوړې کړي دي.
ددغو شنوخونود جوړولو موخه د ارزښت لرونکو کرنیزو توکو دودول، د بزګرانو د پوهې کچه لوړول، له کمې ځمکې څخه ډېر حاصل اخیستل او په یوه کال کې له شنوخونو څخه درې فصله محصولات راټولول دي، ترڅو بزګران د حلال کښت له لارې عواید تر لاسه او له حرام کرکیلې څخه ځان وژغوري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

د خوست ولایت د کرنې ریاست ۳۳۶ قلمه اجناس او یو عراده موټر د لیلام له لارې وپلورل شول

۱۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د ټاکل شوي پلاوی په شتون کې د ۳۳۶ قلمه اجناسو او یو عراده موټر لیلام ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

د لغمان د کرنې رییس د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د خونې له مسؤل سره وکتل

۱۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د سپارښتنې پر بنسټ، د لغمان ولایت د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنیزو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې بڼوالو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د پچیراګام او بټي کوټ ولسوالیو د بوټو ساتني مدیریت کارکوونکو له خوا د یادو ولسوالیو. . .

بازگشت