د کرنې وزارت سرپرست: پروژې دې لا ډېر ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۵:۴۲
د کرنې وزارت سرپرست: پروژې دې لا ډېر ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي
۸ تله ۱۳۹۹
د خلکو په کډون د کرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» او له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې «SNaPP2»چارواکو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي سره په غونډه کې د یادو پروژو د فعالیتونو، لاسته راوړنو، بودیجې او د یادو پروژو د تر پوښښ لاندې سیمو په هکله معلومات وړاندې کړل.
ددغو پروژو رییس مصطفی‌حامد ضیا د یادو پروژو د لاسته راوړنو او نورو جزیاتو په هلکه معلومات ورکړ.
تر هغه وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې د یادو پروژو د بودیجې د زیاتوالي او د تر پوښښ لاندې سیمو د پراختیا په پار دې باید منظم پلان جوړ شي او ددغو پروژو فعالیتونه باید لا ډېر ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.
د خلکو په کډون د کرنې او مالدارۍ پروژه «CLAP» د کابل، پروان، لوګر، ننګرهار، هرات، بلخ او بغلان په ولایتونو کې فعالیت لري. د خوراکي توکو تامین او د بېوزلۍ کچه ټېټول ددې پروژې موخې دي. دغه پروژه دکرنې پراختیا نړیوال مرستندوی صندوق(IFAD) په ملاتړ په ۲۰۱۴ ام کال کې خپل فعالیتونه پیل کړ او د یاد صندوق په تمویل سره ددې پروې فعالیت تر ۲۰۲۲ام کال پورې وغځول شوه.
دغه راز له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامه «SNaPP2» د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي برنامو څخه دی، چې د کرنې پراختیا نړیوال مرستندوی صندوق(IFAD) له خوا تمویلیږي. دغه برنامه د خوړ خوندیتوب، د عوایدو زیاتول، کارموندنه او د بېوزلو کلیوالیو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو په موخه د بلخ، هرات، ننګرهار، کابل، لوګر، پروان او بغلان په ولایتونو کې کار کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت