د کرنې او د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۴:۰
د کرنې او د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه
۶ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پرانیستل شوه.
دغه پروژه، نن د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي له خوا پرانیستل شوه.
دغه دوه کلنه پروژه د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا تمویلیږي او د ۲۰۲۲ ام کال په اګسټ کې پای ته رسیږي.
ددې پروژې ټولیزه بودیجه ۱۰۰ میلیونه ډالر ده، چې له دې ډلې ۴۵ میلیونه یې د افغانستان د بیارغونې صندوق « ARTF» او ۵۵ میلیونه یې د نړیوال بانک له خوا تمویلیږي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې کرنې وزارت به ددې پروژې له لارې د اوبولګولو د کانالونو او چکډمونو پر بیارغونې او احیا، بزګرانو لپاره د اصلاح شویو تخمونو چمتو کول، تولید او وېش، په بزګرانو د کرنیزو توکو وېش، د اوړو د ژرندو د ټولنو وړتیاوې لوړول او تخنیکي همکارۍ، ممیزخونې جوړول او د پیازو او کچالو زېرمتونونو پر جوړولو تمرکز وکړي.
د هغه په خبره ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت اړوند د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې په پلي کېدو سره تر راتلونکو دوو کلونو د اوبولګولو ۱۸۰ کانالونه احیا او بیا ورغول شي او د کانالونو د بیارغونې د مدیریت له لارې په ټولیزه توګه څه باندې ۸۵ زره هکټاره ځمکې د کرکېلي تر پوښښ لاندې راشي.
ډاکټر انوارالحق احدي زیاته کړه: «د غویي د اوومې له کودتا څخه مخکې، د داوودخان په دوره کې موږ څه باندې ۳.۲ میلیون هکټاره اوبیزې ځمکې درلودې او نږدې یو نیم میلیون للمي ځمکو کې کرکېله کېدل، خو د کرکېلي وړ للمي ځمکې څه باندې اووه میلیونه هکټاره ځمکه وه. خو له بده مرغه د دوامدارو جګړو په پایله کې زموږ کرنیزې ځمکې ډېر کم شو. سربېره پر دې، چې په تېرو کلونو کې حکومت او ډونران کرنې سکټور ته ډېره پاملرنه کړې، بیا هم زموږ کرنیزې ځمکې د داوود خان د دورې کچې ته نه ده رسېدلې او اوس مهال نږدې ۲.۵ تر ۲.۶ میلیون هکټاره اوبیزې ځمکې لرو.»
د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر زیاته کړه، چې د کرنې او د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه، افغانستان سره مرسته کوي، چې دکرنیزو محصولاتو له پلوه ځان بسیاینې ته ورسیږي. هغه وویل، چې اوس مهال افغانستان دکال نږدې یو نیم میلیون مټریک ټنه غنم او اوړه له بهره واردوي، خو ددغو وارداتو د مخنیوي په پار باید اوبیزې کرنیزې ځمکې زیات شي.
په همدې حال کې، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري غونډې ته د وینا پر محال وویل، چې سږکال د هېواد کرنیز محصولات نږدې ۱۵ سلنه زیات شوي دي. ښاغلی غفوري وویل، چې د کرنې او دخوړو خوندیتوب بیړنۍ پروژه د هېواد کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې مرسته کوي. دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دغه راز وویل، چې د نوي پروژې په پلي کېدو سره ډېر کاري فرصتونه رامنځته کیږي. هغه وویل: «ددې پروژې په پلي کولو سره موږ کولای شو، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ډېر شمېر ولسوالیو کې خلکو ته دکار زمینه برابره کړو. په ورته وخت کې، په افغانستان کې د اوبولګولو د ۲۸ زره شبکو له ډلې اووه زره شبکې یې غیرفعالې دي، ددې پروژې له لارې به د یادو شبکو یوه برخه فعال او بیاورغول شي او ددې پروژې تر چتر لاندې سیمو کې به د اوبو د ګټې اخیستنې اغېزمنتوب ډېر او د اوبو د ضایعاتو کچه ټیټ شي.»
دغه راز ددې پروژې له لارې تر راتلونکو دوو کلونو پورې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په ۶۰۰ زره بزګرانو ۳۰ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي. د دوو کلونو په لړ کې د ۳۰ زره ټنه اصلاح شويو تخمونو په وېش سره د تر چتر لاندې سیمو د غنمو حاصلات ۱۵ سلنه زیاتیږي.
په ورته وخت کې ددې پروژې له لارې په ټولیزه توګه څه باندې ۷۰۰ زره کسان، چې ۲۲ زره یې کروندګرې مېرمنې دي په مستقیمه توګه برخمن کیږي. ددې ترڅنګ ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو دوو کلونو کې د هېواد په شپږو زونونو کې د مڼو، پیازو او کچالو څه باندې زر زېرمتونونه او ممیزخونې جوړ شي.
د کرنې او د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه د اقتصادي اغېزمنتوب ترڅنګ ټاکل شوې ده، چې تر راتلونکو دوو کلونو پور نږدې پنځه میلیونه کاري ورځې هم ایجاد شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت