د غزني د آلوبخاروو حاصل څه باندې دوه زره ټنو ته ورسېد

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۲۲:۳۰
حاصلات آلوبخارای غزنی به بیش از دوهزار تُن رسید


۳ تله ۱۳۹۹
د غزنې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایاست وایي، چې سږکال د الوبخاروو له ۲۶۰ بڼونو څخه څه باندې دوه زره متریک ټنه حاصل تر لاسه شوې ده.
د غزنې د کرنیزو چارو امر عبدالولي کوچې وايي، چې د غزنې په ولایت کې د الوبخارا څلور ډولونه کرل شوي دي، چې تر ټولو نوموتي هغه یې «دل ګنجشک» دی او نړیوال بازار لري. د هغه په خبره، د غزني آلوبخارا له هېواده بهر هند، پاکستان، متحده عربي امارات، انګلستان، امریکا او کانادا ته هم صادریږي.
د «پدیده غزنه» د شرکت مسوول حیات الله شفاهي وايي، چې د نورو ولایتونو په پرتله په غزنې کې آلوبخارا ډېر تولیدیږي. هغه وویل، چې ددې ولایت آلوبخارا لوړه بیه لري، چې دمګړۍ د غزني په بازارونو کې یوه کیلو وچ آلوبخارا په ۲۰۰ افغانیو خرڅیږي.
ښاغلی شفاهي وویل، چې د غزني د آلوبخاروو د تولید او پروسس په برخه کې لویه ستونزه بسته بندي ده. هغه وویل، چې داستونزه ددې لامل شوې، چې ددې ولایت آلوبخارا په غېرمعیاري ډول او په ټیټه بیه له هېواده بهر بازارونو ته صادر او وپلورل شي.
د «پدیده غزنه» شرکت د فصل د راټولو په موسم کې د ورځې په منځنۍ کچه تر ۱۰۰ منه آلوبخارا پروسسوي او ددې محصول په پروسس کې مېرمنې اساسي ونډه لري.
فریبا مهرزاد هغه مېرمن ده، چې په دې شرکت کې د آلوبخارا د پروسس په برخه کې کار کوي. هغه وویل، چې په دې شرکت کې په کار کولو سره توانیدلې ده، چې د خپلې کورنۍ یوشمېر اقتصادي ستونزې هوارې کړي.
د هېواد په کچه د الوبخاراوو څلور زره او ۲۹۴ بڼونه شتون لري، چې د في هکټار حاصل یې اووه مټریک ټنه اټکل شوې ده.
آلوبخارا د کابل، غزني، لوګر، پروان، کندهار، زابل او میدان وردګو په ولایتونو کې تولیدیږي. په دې ډله کې غزني تر ټولو زیاد او باکیفیته آلوبخارا تولیدوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۲۰
Background image

ننګرهار ولایت کې ١٨٠٠ کورنیو ته د کورنیو باغچو لپاره دسبو اصلاح شوي تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۱۹
Background image

د بلخ په نهرشاهي کې څه باندې ۱۷ زره جریبه استرداد شوې ځمکه د ښاروالیو چارو د همغږۍ لوی ریاست ته ولېږدول شوه

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالی اړوند د یو شمېر ښارګوټو څه باندې ۱۷ زره جریبه ځمکه، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د پکتیکا په جاني‌خېل کې د کرنیزو ځمکو د ساتنې په‌پار د ۱۰۰ متري ګبین دېوال د جوړولو چارې روانې دي

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د جاني‌خېل ولسوالی اړوند د چامړي کلي کې د کرنیزو ځمکو د ساتنې، د اوبو د بهېدنې د کنټرول او د طبیعي زیانونو د مخنیوي په. . .

بازگشت