هملند کې د خُرما ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړیږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۳ - ۲۰:۵۵
۲۵ جریب باغ تجارتی خرما در هلمند ساخته می‌شود
۱۳ وږی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې وروستیو کې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو کې د خرما ونې دود او په فني او مسلکي توګه القاح، ښاخبري او اصلاح کړي دي، چې حاصلات یې ور سره ډېر شوي.
ددې ترڅنګ هغو بزګرو ته چې، د خرما ونو بڼونه یې لرل د خرما ونو د ښېروزنې او پالنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکول شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې په دې ولایت کې د خُرما «کجورو» بڼونو د ترویج په پار سږکال په دې ولایت کې د خُرما ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړیږي.
په همدې موخه د خُرما بڼونو جوړولو لپاره د ځمکې جوړولو او اماده کولو چارې پیل شوي دي، چې ډیر ژر به پکې رسماً د نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل شي.
دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.
د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خُرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خُرما ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي.
په یوشمېر ولایتونو کې د کرنې وزارت له خوا په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړې شوي دي.
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
هلمند په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده په دې ولایت کې یو شمېر نورې مېوې هم ښه پایله ورکړې که د خُرما تجربه هم وشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کیدای شي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

بازگشت