د نیمروز په چهاربرجک کې د پنبې کرکېله د کوکنارو ځای ناستی شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۳:۳۶
کشت پنبه در چهاربرجک نیمروز جای کوکنار را گرفت
 
۳ وږی ۱۳۹۹
د نیمروز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د چهاربرجک په ولسوالۍ کې د پنبې کرکېله په پراخېدو ده او ډېر شمېر بزګران پنبې کرکېلي ته لېوال شوي دي.
یاد ریاست وایي، چې د چهاربرجک ولسوالۍ په مورینکي، پده ګي کهنه، خجو، نصیر، تالپده، لوندو او جان بیک سیمو کې د پنبې کروندې زیاتې شوي دي. د نیمروز د کرنې ریاست وایي، چې په یادو سمیو کې تر دې مخکې کوکنار کرل کېدل خو اوس د دوی ځمکې د پنبې په کروندو بدل شوي دي.
په همدې حال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سږکال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پنبې ۵۰۰ ننداریزې قطعې جوړې کړي دي. د پنبې دغه ننداریزې قطعې، چې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده د هرات، سرپل، کندز، بلخ، ننګرهار، تخار، سمنګان، جوزجان، بغلان او هلمند په ولایتونو کې دي، چې د ۱۳۹۹یم مالي کال په لومړی نیمایي کې جوړې شوي دي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت