د بروسلوز درې میلونه او ۴۳۷ ډوزه واکسین پېرل او پر څارویو پلي کیږي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۳:۳۳
د بروسلوز درې میلونه او ۴۳۷ ډوزه واکسین پېرل او پر څارویو پلي کیږي
۳ وږی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې سږکال د حیواني محرقې یا (بروسلوز) درې میلیونه او ۴۳۷ ډوزه واکسینونه وپېري او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې یې پر لوی او واړه څارویو پلي کړي. ددغو واکسینونو یوه اندازه پېرل شوي او پر څارویو پلي شوي دي او ټاکل شوې، چې د مالي کال تر پایه یاد ټول واکسینونه وپېرل شي او پر څارویو پلي شي.
دغه راز د وړو شخوند وهونکو څارویو لپاره د طاعون یو میلیون او ۹۳۲ زره او ۵۰۰ ډوزه واکسینونه پېرل کیږي او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پر وړو څارویو لکه وزې او وریو پلي کيږي. ددغو واکسینونو یوه اندازه پېرل شوي او ټاکل شوې، چې د کال تر پایه یاد ټول واکسینونه وپېرل شي او پر وړو څارویو پلی شي.
دغه راز د «FMD»۲۰۰ زره ډوزه واکسینونه هم پېرل کیږي او د کابل، هرات، لوګر، پروان، میدان وردګ، کندهار، کندز، ننګرهار او بلخ په ولایتونو کې پر بېلابېلو څارویو پلي کیږي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د کانګو تبې د مخنیوي په پار د هېواد په کچه د کنې د کنټرول پروګرام هم پلی کړی دی.
په همدې توګه د کرنې وزارت د بلخ، او بغلان په ولایتونو کې د وريو او وزو د نسل ګیري دوه فارمونه جوړ کړي او ترڅنګ یې د لوګر، خوست، کندهار او پکتیکا په ولایتونو کې د سایلج د ۱۵ سیلوګانو چارې، چې هر یوه یې پنځه مټریک ټنه وړتیالري بشپړ کړي. همداراز د کابل، کونړ، هملند، تخار او بدخشان په ولایتونو کې د مصنوعي القاح شپږ مرکزونه جوړ کړي، ددې ترڅنګ د شېدو ټولولو شپږ مرکزونه هم جوړ شوي دي، د کاپیسا، میدان وردګ، پکتیا او غزني په ولایتونو کې د پنځه کړۍ ژورو څاګانو کېندل او دغه راز د کابل او کندز په ولایتونو کې د درېوو حیواني کلینیکونو چارې د کال تر پایه بشپړیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت