بلخ کې د چرګانو روزنې ۶۲۰ فارمونه فعالیت لري

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۲۱:۲۴
به سمت خودکفایی: در ولایت بلخ، ۶۲۰ فارم مرغداری فعالیت دارند
 
۲۹ زمری ۱۳۹۹
د بلخ ولایت د چرګانو روزنې د فارمونو شمېر ۶۲۰ ته رسیږي، چې یاد ولایت د چرګانو د غوښې د تولید له پلوه ۶۰ سلنه پر ځان بسیا شوې ده. خو ددغو چرګانو نسل له ګاونډیو هېوادونو واردیږي. وارد شوي چرګوړي په فارمونوکې پالل کیږي او د بلخ او نورو شمالي ولایتونو اړتیاوې پوره کوي.
د بلخ ولایت د کرنې رییس وایي: «د چرګانو ټول اړین خوراکي توکي په دې ولایت کې تولیدیږي، د «مفیدګروپ» فابریکه د چرګانو د دانې یو تولیدوونکی فابریکه ده، چې په ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۲۵۰ ټنه دانه تولیدوي. بېلابېلې فابریکې شتون لري، چې حتا تولید یې نږدې ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو ته صادریږي.
په بلخ کې د اورنګ د فارمونو مدیر حسن وویل: «موږ درې نسله چرګان روزو. په دغو دوو کلونو کې چې فعالیت لرو د ورځې تر ۲۰ زره نسلي چرګوړي تولید لرو، د هګیو ۴۰۰ زره چرګان روزو، د غوښینو فارمونو د تولید کچه څه باندې ۴۰ زره ده، چې د ننه په مزار شریف کې مصرف او ګاونډیو ولایتونو ته صادریږي.
هغه زیاته کړه: «ټول خوراکي مواد، له هګۍ تر تولید او نسل اخېستلو ټول په دې فارم کې ترسره کیږي، او خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده، چې ۴۰ تر ۵۰ کسان دلته په کار بوخت دي.»
هغه وویل: «له حکومته غواړم، چې له نورو هېوادونو څخه د چرګوړو د وارداتو تعرفې دې لوړ کړي، ترڅو بیه یې د ننه په هېواد کې له شته فارمونو سره مناسب شي.»
په بلخ ولایت کې د طلوع د چرګانو روزنې د ټولنې مشر عبدالشکور یوسفزی وویل: «په بلخ ولایت کې د چرګانو روزنې د سکټور کارونه ښه پر مخ روان دي، په دې ولایت کې د مالدارۍ لپاره ښې اسانتیاوې شتون لري او له سوداګرو غواړم چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.»
باید وویل شي، چې په هېواد کې د چرګانو روزنې د صنعت د ودې په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په سپارښتنه او د ولسمشر په منظوری سره هېواد ته د بریډ غوښې واردات منع شوي دي او دغه راز د کرنې وزارت له خلکو غوښتي دي، چې له کورني کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه ګټه پورته کړي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

بازگشت