پکتیا کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته غواوې ورکړل شوي دي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۱۹:۲
پکتیا کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته غواوې ورکړل شوي دي
 
۲ زمری ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې د«اړیکو دفتر» په همکارۍ ددې ولایت په مرکز ګردیز او دغه راز وزې ځدراڼ، سیدکرم او څمکنیو ولسوالیو کې ۲۵ بېوزله کورنیو سره د غواوو مرسته کیږي.
د پکتیا د کرنې رییس محمد دین مومند وایي، چې په یادو ولسوالیو کې د غواګانو د وېش په پار سروې شوې، چې د سروې له مخې د ۲۵ اړمنو کورنیو داقتصادي ودې په پار دوی ته غواوې ورکول کیږي. ښاغلی مومند وویل، چې تر دې دمه د مرکز ګردیز څلورو کورنیو، د وزې ځدراڼ درې، د سیدکرم دوه او د څمکنیو په ولسوالۍ کې یوه کورنۍ ته غوا روکړل شوې ده او پاتې ۱۵ نورو کورنیو ته به هم ډېر ژر ورکړل شي
ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

بازگشت