د بادام‌باغ د څېړنیز فارم د ننه د سړکونو د قیراچولو چارې پیل شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۹:۵۹
د بادام‌باغ د څېړنیز فارم د ننه د سړکونو د قیراچولو چارې پیل شوې
۲۳ چنګاښ ۱۳۹۹
په کابل کې د بادام‌باغ د څېړنیز فارم د ننه د سړکونو د قیراچولو چارې، نن رسماً د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په شتون کې پیل شوې.
ښاغلی غفوري ددې، فارم د سړکونو د قیراچولو د کار په پیل غونډه کې وویل: «ددې فارم له جوړېدو تر دې دمه، د بادام‌باغ فارم د ننه د سړکونو شبکه په بنسټیز او ساسي ډول نه وو رغول شوي. نن د بادام‌باغ د فارم د ننه د ۳.۵ کیلو مټره سړکونو د قیراچولو چارې پیل شوې.»
د بادام‌باغ فارم په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې رغول شوې ده، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په بېلابېلو کرنیزو، مالدارۍ او د خاورې پېژندنې په برخو کې ټول څېړنې په همدې فارم کې تر سره کیږي.
د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې هر کال دوه تر درې ځلې د حیواني او کرنیزو محصولاتو نندارتونونه هم په لاره اچول کیږي.
حشمت الله غفوري دغه راز وویل، چې ددې فارم د موټرو تم ځای، چې درې زره متر مربع مساحت لري هم په اساسي ډول قیریزي کیږي. د هغه په خبره د بادام‌باغ د څېړنیز فارم د ننه د سړکونو او د موټرو د تم ځای د اسفالټ چارې تر راتلونکو څلور یا پنځو میاشتو پورې بشپړیږي.
د موټرو د تم ځای او د سړکونو قیراچونه ۴۴.۴ میلونه افغانۍ لګښت لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت