کندهار کې د شېدې ټولولو دوه مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۱۳:۱۷
کندهار کې د شېدې ټولولو دوه مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
۱۸ چنګاښ ۱۳۹۹
د کندهار ولایت په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د شېدې ټولولو دوه مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري کندهار ولایت ته د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د پروژو د پرانستې په موخه چې په کې د ممیزخونو او سړوخونو جوړول او د مېوو او سبو د لمریزو د ستګاو وېش شامل دي یاد ولایت ته تللی دی، هغه ددې سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د شېدې ټولولو دوه مرکزونه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل.
ددغو مرکزونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۴.۳ میلیونه افغانۍ ده.
دغه مرکزونه د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په ۷۵ سلنه ونډې سره جوړې شوي دي.
ددغو مرکزونو په جوړولو کې، د مرکزونو ودانۍ جوړول او د شېدې ټولولو د یادومرکزونو د اړتیاوړ ټکنولوژۍ شامل دي.
د دغو مرکزونو د یوې هغې وړتیا په ورځ کې ۱۲ زره لیټره شېدې دي.
دغه مرکزونه له مالدارانو شېدې راټولوي او بیا د میلکو کمپنۍ له خوا پروسس کیږي.
د میلکو کمپنۍ د شېدې ټولولو د یادو مرکزونو ترڅنګ پنځه نور مرکزونه هم لري او د ورځې ۲۵ زره لیټره شېدې پروسسوي.
میلکو بېلابېل لبني مواد تولیدوي، چې په کور دننه د پلور ترڅنګ نورو هېوادونو ته هم صادریږي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

بازگشت