پکتیکا کې پر یوشمېر بڼوالو د پستې تخمونه ووېشل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۰ - ۱۹:۱۰
پکتیکا کې پر یوشمېر بڼوالو د پستې تخمونه ووېشل شو
۱۰ وری ۱۳۹۹
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت پر یو شمېر بڼوالو د پستې د ۱۰۰ کیلو ګرامه تخمونو له وېشلو خبر ورکوي.
د پکتیکا دکرنې چارواکي وایي: «د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې له خوا پر هغو بڼوالوچې، د ترویج د کارکوونکو له خوایې ځمکي سروي شوي ؤ د پستې ۱۰۰ کیلو ګرامه تخمونه ووېشل شو.»
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي: «له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د پستې د بڼونو جوړولو او ترویج په پار هلې ځلې کړندي شوي دي.»
باید وویل شي، چې پسته په افغانستان کې یو له مهمو اقتصادي نباتانو څخه ګڼل کیږي، چې د یوشمېر هېوادوالو د اقتصاد لویه برخه جوړوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت