د کاپیسا د کرنې ریاست د اداري او مالي وضعیت او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو ارزونه
۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ یوه پلاوي، د اداري او مالي وضعیت د ارزونې او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو د پېژندلو په موخه، د کاپیسا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې، یاد پلاوي د کاپیسا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رییس مولوي روحالله روحاني او د دغه ریاست له آمرینو سره وکتل او د عایداتي سرچینو د ارزونې، د عوایدو د راټولولو د ټاکل شویو موخو د تحقق کچې، شته ستونزو او ننګونو او همدارنګه د عوایدو د راټولولو د بهیر د ښه والي او زیاتوالي لپاره د عملي لارو چارو په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
دغه لیدنه د کاپیسا د کرنې ریاست د اداري او مالي وضعیت د هر اړخیزې ارزونې او د عایداتي سرچینو د مدیریت د ښه والي لپاره د اغېزناکو لارو چارو د پېژندلو په موخه ترسره شوه.
