فراه کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونه وېشل کېږي 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۳۴
توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم میان صدها دهقان در فراه

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «سي‌اچ‌اې» مؤسسې په همکارۍ، د فراه مرکز اړوند ۳۰۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو تخمونو د وېش لپاره د بزګرانو د سروې او مستحقو کسانو د تثبیت بهیر په منظم ډول روان دی.
د فراه ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دې بهیر په ترڅ کې د سیمې بزګران سروې کېږي او د ټاکل شویو معیارونو له مخې مستحق بزګران تثبیتېږي، چې له بشپړېدو وروسته به هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي د غنمو تخمونه ووېشل شي.
د یادو اصلاح شويو تخمونو د وېش په بدل کې به له هر بزګر څخه ۸۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.
د فراه د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ډول پروګرامونو د پلي کېدو موخه د اصلاح شويو تخمونو دودول، د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو لوړول او له لږې ځمکې څخه د لا ډېرو حاصلاتو ترلاسه کولو زمینه برابرول دي.
اصلاح شوي تخمونه د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو، د کرنیزو ناروغیو او افتونو پر وړاندې د نباتاتو د مقاومت زیاتولو او د بزګرانو د تولیدي وړتیا د لوړولو په برخه کې مهم رول لري. د اصلاح شويو تخمونو وېش د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو له هغو هڅو څخه دی، چې موخه یې د هېواد د غنمو تولید زیاتول، د بزګرانو ملاتړ او د خوړو د خوندیتوب پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت