پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او اورګون ولسوالی کې د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې د واکسیناسیون کمپاین پیلېږي.
د یاد کمپاین په ترڅ کې به پر میږو، وزو او غواګانو ټولټال ۱۰ زره او ۹۶۰ ډوزه د بروسلوز واکسین تطبیق شي. د دې کمپاین موخه د بروسلوز ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی، د څارویو روغتیا ساتنه او د ناروغیو له امله د مالدارانو د اقتصادي زیانونو راکمول دي.
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت مسؤلین وایي، بروسلوز یوه ساري ناروغي ده چې د څارویو پر روغتیا، تولید او نسل اغېز کولی شي او په پایله کې د مالدارانو اقتصادي وضعیت هم زیانمنوي. له همدې امله، د څارویو پر وړاندې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسیناسیون مهم وقایوي اقدام بلل کېږي.
د مالدارۍ آمریت آمر له مالدارانو غواړي چې د واکسیناسیون له بهیر سره همکاري وکړي، خپل څاروي د ټاکل شوي مهالویش له مخې د واکسین لپاره وړاندې کړي او د وترنري روغتیايي کارکوونکو لارښوونې په پام کې ونیسي.
په ورته مهال، د سیمې یو شمېر مالداران د دغه واکسیناسیون له پروګرام څخه خوښي څرګندوي او وایي، چې د څارویو ناروغۍ د دوی د کورنیو پر اقتصادي وضعیت مستقیم اغېز کوي. هغوی د بروسلوز پر وړاندې د واکسین تطبیق د خپلو څارویو د روغتیا ساتنې او د احتمالي اقتصادي زیانونو د مخنیوي لپاره مهم اقدام بولي.
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له ټولو مالدارانو غواړي، چې د واکسیناسیون له پروسې سره بشپړه همکاري وکړي، خپل میږې، وزې او غواګانې د ټاکل شوي مهالویش له مخې د واکسین لپاره وړاندې او د وترنري روغتیايي کارکوونکو سپارښتنې عملي کړي.


کمپاین واکسیناسیون در برابر بیماری بروسلوز در پکتیکا آغاز می‌شود
۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
کمپاین واکسیناسیون در برابر بیماری بروسلوز، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا و حمایت مالی سازمان جهانی غذا (WFP)، در مرکز شرنه و ولسوالی اورگون این ولایت آغاز می‌شود.
در جریان این کمپاین، در مجموع ۱۰ هزار و ۹۶۰ دوز واکسین بروسلوز بر گوسفند، بز و گاو تطبیق خواهد شد. هدف از راه‌اندازی این کمپاین، جلوگیری از گسترش بیماری بروسلوز، حفظ سلامت حیوانات و کاهش زیان‌های اقتصادی مالداران ناشی از بیماری‌های حیوانی عنوان شده است.
مسئولان آمریت مالداری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پکتیکا می‌گویند که بروسلوز یک بیماری ساری است که می‌تواند بر سلامت، تولید و نسل حیوانات تأثیر گذاشته و در نتیجه، وضعیت اقتصادی مالداران را نیز متضرر سازد. از این‌رو، واکسیناسیون حیوانات در برابر این بیماری، یکی از اقدامات مهم پیشگیرانه به شمار می‌رود.
آمر آمریت مالداری از مالداران خواسته است که با روند واکسیناسیون همکاری کرده، حیوانات خود را مطابق زمان‌بندی تعیین‌شده برای واکسیناسیون حاضر کنند و توصیه‌های کارکنان صحی و وترنری را رعایت نمایند.
در همین حال، شماری از مالداران منطقه از راه‌اندازی این برنامه ابراز خرسندی کرده و می‌گویند که بیماری‌های حیوانی به‌گونه مستقیم بر وضعیت اقتصادی خانواده‌های آنان تأثیر می‌گذارد. آنان تطبیق واکسین بروسلوز را اقدام مهمی برای حفظ سلامت حیوانات و جلوگیری از زیان‌های احتمالی اقتصادی می‌دانند.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا از تمامی مالداران خواسته است تا با روند واکسیناسیون همکاری کامل نموده، گوسفندان، بزها و گاوهای خود را مطابق زمان‌بندی تعیین‌شده برای واکسیناسیون حاضر کنند و توصیه‌های کارکنان صحی و وترنری را عملی سازند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۳
Background image

د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال سره د اوبولګولو پروژو د پرمختګ راپور شریک شو

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر«یوان‌اوپي‌اس» چارواکو د دغه بنسټ د اوبولګولو پروژو او فعالیتونو د پرمختګ راپور، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۴۶
Background image

کندهار کې د سېلابونو او شګو د توفانونو د مخنیوي په موخه د ۳۲۰ زره نیالګیو قوریه جوړه شوه

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د یاد ولایت په ژړۍ ولسوالی کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره بې مېوې ځنګلي نیالګیو قوریه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د کندهار کښته شاولیکوټ کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د لوی چکډېم پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار په کښته شاولیکوټ ولسوالی کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه لوی چکډېم د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه. . .

بازگشت