د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت فراه سفر کرد

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو او د کرنې ریاست له کارکوونکو سره یې لیدنې او خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فراه ولایت له مرستیال والي سره په لیدنه کې، د پراختیايي پروژو د پلي کولو او په دغه ولایت کې د کرنې وزارت د فعالیتونو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه د سیمه‌ییزو ادارو د همکارۍ د جلبولو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د فراه ولایت د علماوو شورا له رییس سره هم وکتل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د فعالیتونو او پروګرامونو د ښه پرمخ وړلو په برخه کې د علماوو شورا د همکارۍ په اړه یې بحث او نظرونه سره شریک کړل.
مولوي نورالدین عمیر د خپل سفر په دوام کې د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له رییس او کارکوونکو سره هم وکتل. په دې ناسته کې د کرنې وزارت پر وړاندې د ځینو ادارو او انفرادي اشخاصو د پورونو، د مخابراتي انتنونو د نصب لپاره د کارېدونکو ځمکو د وضعیت، د عشر او زکات د راټولولو د بهیر او د مالي او اداري چارو اړوندو نورو موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخیزه ارزونه وشوه.
په دغو لیدنو کې د فعالیتونو د بهیر د ښه والي او په فراه ولایت کې د کرنیزو پروګرامونو د اغېزمن پلي کېدو په موخه د کرنې وزارت، سیمه‌ییزو چارواکو او نورو اړوندو ادارو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار وشو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۸:۵۹
Background image

د کرنې وزیر: افغانستان له ازبیکستان سره د کرنیزو همکاریو او ګډې پانګونې پراختیا ته چمتو دی

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په تاشکند کې د وچې په منځ کې د راګېر هېوادونو، د خوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

بازگشت