د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ ولسوالی د سوزنیاتو په سیمه کې د نږدې ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې.
یاد چکډېم د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې  «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ جوړېږي، چې ټاکل شوې ټولې چارې یې په یوه کال کې په معیاري او لوړ کیفیت بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.
د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنې وزارت پلاوي، د کندهار د کرنې رییس مولوي عبدالرشید منیب، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې  «اف‌اې‌او» مسؤلینو، د ولسوالیو استازو او ګڼ شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو ګډون کړی و.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه چکډېم به ۱۳۷ متره اوږدوالی، ۹۳ متره پلنوالی او ۱۱ متره لوړوالی ولري او د اساسي کانکریټي جوړښت په بڼه به جوړ شي. دغه بند به د شاوخوا ۸۲ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري، چې له امله به یې ۴۳ زره او ۶۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي. همدارنګه د جوړولو پر مهال به سلګونو سیمه‌ییزو اوسېدونکو ته لنډمهاله د کار زمینه هم برابره شي.
د دغه چکډېم د جوړولو اساسي موخې د باراني اوبو مهارول، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمول، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړول، بزګرانو او مالدارانو ته د اوبو د لاسرسي ښه کول، د اوبو سرچینو پیاوړتیا، د موسمي سېلابونو مخنیوی او د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت بلل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار ولایت د نېش ولسوالی د تورو په سیمه کې هم د کندهار د کرنې ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې  «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ د ۲۸۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د بل ستر چکډېم د جوړولو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د اوبو ستونزې تر ډېره هوارې شي.


معین زراعت و مالداری وزارت زراعت کار ساخت یک چکدم بزرگ به ارزش ۵۰۰ هزار دالر امریکایی را در کندهار افتتاح کرد
۳۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفرش به ولایت کندهار، کار ساخت یک چکدم بزرگ را به ارزش نزدیک به ۵۰۰ هزار دالر امریکایی در منطقه سوزنیات ولسوالی شاه‌ولی‌کوت افتتاح کرد.
این چکدم با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار و با حمایت مالی سازمان خواربار و کشاورزی ملل متحد (فائو) ساخته می‌شود. قرار است تمامی مراحل ساخت آن طی یک سال، مطابق معیارهای تخنیکی و با کیفیت بلند تکمیل و برای بهره‌برداری آماده شود.
در مراسم افتتاح این پروژه، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، هیأت همراه این وزارت، مولوی عبدالرشید منیب رییس زراعت ولایت کندهار، مسئولان سازمان خواربار و کشاورزی ملل متحد (فائو)، نمایندگان ولسوالی‌ها و شماری از باشندگان محل حضور داشتند.
براساس معلومات مسئولان، این چکدم ۱۳۷ متر طول، ۹۳ متر عرض و ۱۱ متر ارتفاع خواهد داشت و به‌صورت یک سازه اساسی کانکریتی ساخته می‌شود. این بند ظرفیت ذخیره‌سازی حدود ۸۲ هزار مترمکعب آب را خواهد داشت که با تکمیل آن، ۴۳ هزار و ۶۰۰ هکتار زمین زراعتی آبیاری خواهد شد. همچنین در جریان اجرای این پروژه، برای صدها تن از باشندگان محل فرصت‌های کاری موقت نیز فراهم می‌شود.
هدف از ساخت این چکدم، مهار آب‌های بارانی، کاهش اثرات تغییرات اقلیمی، افزایش سطح آب‌های زیرزمینی، بهبود دسترسی دهقانان و مالداران به منابع آب، تقویت منابع آبی، جلوگیری از سیلاب‌های فصلی و مدیریت مؤثر منابع آب عنوان شده است.
قابل یادآوری است که در منطقه تورو ولسوالی نیش ولایت کندهار نیز، با هماهنگی ریاست زراعت این ولایت و حمایت مالی سازمان خواربار و کشاورزی ملل متحد (فائو)، کار ساخت یک چکدم بزرگ دیگر به ارزش ۲۸۲ هزار دالر امریکایی جریان دارد که با تکمیل آن، بخش عمده‌ای از مشکلات کمبود آب باشندگان منطقه برطرف خواهد شد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

بازگشت