پکتیا کې زرګونه څارویو لپاره د لیونتوب، تیتانوس او تورلنګي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۴
پکتیا کې زرګونه څارویو لپاره د لیونتوب، تیتانوس او تورلنګي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو

 ۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې «ډي‌سي‌اې» په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په مرکز او اتو ولسوالیو کې د څارویو لپاره د لیونتوب، تیتانوس او تورلنګي ناروغیو پر وړاندې د واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمر، ښاغلي قاري نورالله درویش، وویل چې دغه کمپاین د مرکز ګردېز ترڅنګ په احمدابا، سیدکرم، احمدخېل، ځاځي اریوب، شواک، ګرده څېړۍ، روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې د خصوصي وترنرانو له لوري پلي کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې کمپاین په ترڅ کې به ټولټال ۳۷ زره او ۵۰۰ دوزه د لیونتوب، تیتانوس او تورلنګي واکسینونه پر وړو شخوند وهونکو څارویو او غواګانو تطبیق شي، ترڅو د دغو ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وشي او د مالدارانو اقتصادي زیانونه راکم شي.
د یاد کمپاین موخه د څارویو روغتیا ساتنه، د ساري ناروغیو کنټرول، د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او د مالدارانو د اقتصادي وضعیت ښه والی دی. د واکسینونو تطبیق به د څارویو د تلفاتو په کمولو، د تولیداتو په زیاتوالي او د مالدارانو د عوایدو په خوندي کولو کې مهم رول ولوبوي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له ټولو مالدارانو غوښتنه کوي، چې د واکسین د تطبیق پر مهال له وترنري ټیمونو سره بشپړه همکاري وکړي، ترڅو واکسینونه په ټاکلي وخت خپلو وړو شخوند وهونکو څارویو او غواګانو ته تطبیق او د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.
تمه کېږي، چې د دې پروګرام په بریالي تطبیق سره به د کوچنیو شخوند وهونکو څارویو روغتیا خوندي، د ساري ناروغیو کچه راکمه، د څارویو د تلفاتو مخه ونیول شي.


کمپاین تطبیق واکسین هاری، تیتانوس و شاربن برای هزاران رأس مواشی در پکتیا آغاز شد
۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
در هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا و با حمایت مالی و تخنیکی کمیته هالند برای افغانستان، کمپاین تطبیق واکسین علیه بیماری‌های هاری، تیتانوس و شاربن برای مواشی در مرکز و هشت ولسوالی این ولایت آغاز شد.
قاری نورالله درویش، آمر مالداری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، گفت که این کمپاین علاوه بر شهر گردیز، در ولسوالی‌های احمدآبا، سیدکرم، احمدخیل، ځاځي آریوب، شواک، گرده څېړۍ، روحانی بابا و زرمت توسط داکتران وترنری خصوصی تطبیق می‌شود.
وی افزود که در جریان این کمپاین، در مجموع ۳۷ هزار و ۵۰۰ دوز واکسین هاری، تیتانوس و شاربن برای مواشی کوچک و گاوها تطبیق خواهد شد تا از گسترش این بیماری‌ها جلوگیری شده و خسارات اقتصادی مالداران کاهش یابد.
هدف از اجرای این کمپاین، حفظ صحت مواشی، کنترل بیماری‌های ساری، تقویت سکتور مالداری و بهبود وضعیت اقتصادی مالداران عنوان شده است. تطبیق این واکسین‌ها نقش مهمی در کاهش تلفات مواشی، افزایش تولیدات مالداری و حفظ عواید مالداران خواهد داشت.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا از تمامی مالداران خواسته است تا هنگام تطبیق واکسین، با تیم‌های وترنری همکاری کامل داشته باشند تا واکسین‌ها در زمان تعیین‌شده برای مواشی کوچک و گاوهای آنان تطبیق شده و از شیوع بیماری‌ها جلوگیری شود.
انتظار می‌رود با تطبیق موفقانه این برنامه، صحت مواشی بهبود یافته، میزان بیماری‌های ساری کاهش یابد و از تلفات مواشی جلوگیری شود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۴۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هرات د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۱۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

بازگشت