ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه
۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ، بټي کوټ اوګوشتې ولسوالېو ترویج مدیریت کارکوونکو په بېلابېلو کلیو کې بڼوالو او بزګرانو ته په بڼونو کې دناروغیو مخنیوي لارو چارو اود بڼونو ښه مدیریت په بېلا بېلو برخو کې روزنې وکړل شوي.
د چارواکو په خبره یادو بزګرانو ته دمنظم اوبو لګولو، سرې استعمال، هرزه وښو کنټرول، نرمکارۍ، کورني درملو جوړولو او د ناروغیو په وخت کې د کیمیاوي درملو د استعمال سپارښتنې شوي دي.
همدارنګه بزګرانو ته د سبو اصلاح شوي تخمونو کرلو، اوبولګولو، ناروغیو مخنیوي، حاصلاتو راټولولو، درجه بندۍ، بازارموندنې او نورو اړونده برخو کې هم معلومات ورکړل شول، ترڅو بازار ته غوره او روغتیایي محصولات وړاندې کړو او هم بزګران پر ځان بسیا او اقتصادی اړخه پیاوړي شي.
