د لغمان د کرنې رییس د «آیسو» مؤسسې د کرنیزو پروژو له مسؤل سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۹
د لغمان د کرنې رییس د «آیسو» مؤسسې د کرنیزو پروژو له مسؤل سره وکتل

۲۱ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي سلیمان ایمن، د خپل کارپه دفتر کې د «آیسو» مؤسسې د کرنیزو پروژو له مسؤل، انجنیر فضل الحق وفا، سره د چارو د لا ښې همغږۍ او همکارۍ په موخه وکتل.
په دې کتنه کې د یادې مؤسسې د پروژو مسؤل، انجنیر فضل الحق وفا، وویل چې په نږدې ورځو کې پلان لري د لغمان ولایت ۴۰۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشي. نوموړي د یادې پروژې موخې، فعالیتونه او اهمیت تشریح کړل او د هغې د بریالي تطبیق لپاره یې د کرنې ریاست د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د لغمان د کرنې رییس، مولوي سلیمان ایمن، د یادې مؤسسې مسؤلینو ته ښه راغلاست ووایه او د بزګرانو د ملاتړ او لاسنیوي په برخه کې یې د هغوی د هڅو ستاینه وکړه.
نوموړي یاده پروژه د کروندګرو د اقتصادي ثبات، د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د کرنې سکټور د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله.
همداراز، ښاغلي ایمن د اسلامي امارت د اصولو او نافذه کړنلارو په چوکاټ کې د هر ډول لازمې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت