زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۹
افتتاح کار ساخت کمپلکس تجارتی و زراعتی در زابل با سرمایه‌گذاری ۱۰۰ میلیون افغانی

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه» رغنیزې چارې پرانیستل شوې.
دغه پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د زابل والي مولوي شیرمحمد شریف او د یاد ولایت د یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو په حضور کې پيل شوه.
مولوي عطاءالله عمري د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې په هېواد کې د بنسټیزو پانګونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کرنې وزارت له پانګه‌والو سره همکارۍ ته چمتو دی او د پروژو د پلي کېدو لپاره هغوی ته ځمکې هم ورکوي. نوموړي زیاته کړه، چې اساسي موخه خلکو ته خدمت، اقتصادي ودې ته زمینه برابرول او د کارموندنې فرصتونه رامنځته کول دي.
همدارنګه د زابل والي مولوي شیرمحمد شریف د امیرالمؤمنین له لوري د ځمکو د اجارې قانون تصویب د پانګونې د هڅونې لپاره مهم ګام وباله او د هېواد له سوداګرو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د سیمې اوسېدونکو هم د دغې پروژې د پیل هرکلی وکړ او د خلکو لپاره یې د ځمکو د اجارې د زمینې برابرولو او د پانګه‌والو د هڅونې غوښتنه وکړه، ترڅو ځوانانو ته لا ډېر کاري فرصتونه رامنځته شي.
یاد کمپلکس د «آباد هېواد» سوداګریز او کرنیز شرکت له لوري د ۳۰۰ جریبه ځمکې پر مساحت جوړېږي، چې کرنیز او مالدارۍ فارمونه او سړې خونې به پکې شاملې وي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، هڅه کوي چې د خصوصي سکټور په همکارۍ بنسټیزې پروژې پلې کړي او په هېواد کې د کارموندنې زمینه لا پراخه کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت