شپږو ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ پروژو د پلي کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
تفاهم‌نامه تطبیق پروژه‌های زراعتی و مالداری در شش ولایت به امضا رسید

۲۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور او د افغان اېډ مؤسسې د پروګرامونو مسؤل عبدالرحمن طارق ترمنځ د ۸.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه‌لیک د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست په دفتر کې لاسلیک شو، چې له مخې به یې د هېواد په شپږو ولایتونو کې لسګونه کرنیزې او مالدارۍ پروژې پلې شي.
د هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې مولوي عبدالغفور د پروژو پر اغېزمن، شفاف او باکیفیته تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل، ټول پروګرامونه باید د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم عملي شي.
همداراز، د افغان اېډ مؤسسې د پروګرامونو مسؤل عبدالرحمن طارق ډاډ ورکړ، چې د دې ادارې پروژې به د ټاکل شویو معیارونو له مخې پلې کېږي او موخه یې د بزګرانو او مالدارانو د ژوند ښه کول دي.
دغه پروژې د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ د سمنګان، بدخشان، غور، دایکنډي، جوزجان او تخار ولایتونو په ۱۲ ولسوالیو کې عملي کېږي.
د یادو پروژو فعالیتونه د کورنیو ملاتړ، د چرګانو وېش، له مالدارانو سره مرسته، د شنوخونو جوړول، د اوبو مدیریت، د غوړیو د پروسس فابریکو تجهیز او تمویل، د واټرشیډ پروګرامونه، او بزګرانو او مالدارانو ته د مرستندویه بستو وېش دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت