د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۵
د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۱۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې په برخه کې وروزل شول.
په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د غنمو کرکیلې او هزره بوټو کنټرول لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شوې او همدارنګه د کروندو د ښې روزنې د ګټو په اړه اړین معلومات وړاندې شول، څو بزګران وکولای شي خپلې کروندې په سمه او معیاري توګه مدیریت کړي. 
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د کروندو د اصلاح، د حاصلاتو د زیاتوالي او د معیاري بڼوالۍ د پراختیا په موخه بزګرانو او بڼوالو ته دوامداره روزنیز پروګرامونه برابر کړي، ترڅو په دې ولایت کې د عصري او معیاري کرکیلې د پراختیا لپاره زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت