د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
دیدار هیئت بلندپایه از کانال بزرگ و ملی قوش‌تپه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو او بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او د یادې ملي پروژې کاري پرمختګ یې له نږدې وڅاره.
په دغه پلاوي کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي لوی رییس عبدالرحمن عطاش، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال مجیب‌الرحمن عمر آخندزاده، د اقتصادي معاونیت استازی مولوي احرار او د اړوندو ادارو یو شمېر متخصصین هم شامل وو.
مولوي عطاءالله عمري د لیدنې پر مهال د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره یوه اساسي اړتیا وبلله او د ملي پراختیا شرکت روان فعالیتونه یې د هېواد په تاریخ کې مهم ګام یاد کړ. نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د دې ملي پروژې په بشپړېدو کې به هر ډول اړینه همکاري ترسره شي.
له بلې خوا، شیخ نورالحق انور د قوشتېپې کانال روان کارونه د هېواد د پرمختګ لپاره ډېر مهم وبلل او په دې پروژه کې یې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ هڅې د ستاینې وړ وبللې. نوموړي دا پروژه د اقتصادي ثبات او د هېواد د ځان‌بسیاینې په برخه کې یو بنسټیز بدلون وباله او د چارو ادارې د دوامدار ملاتړ ډاډ یې ورکړ. 
همداراز عبدالرحمن عطاش د پلاوي له حضور څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د ملي پراختیا شرکت تخنیکي ټیمونه په چټکۍ سره کار کوي، څو د پروژې پاتې برخې د ملي او نړۍوالو معیارونو سره سمې بشپړې شي او پروژه راتلونکو پړاوونو ته داخل شي.
د یادونې وړ ده، چې د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي او اوسمهال د کانال په مسیر کې پر ۲۸ پلونو او د اوبو پر کنټرولوونکو ساختمانونو کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې د آمو سیند اوبه د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالی ورسېږي. 
په پای کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د دې لیدنې پر مهال د کارونو پر چټکتیا او د پروژې د کیفیت پر ساتنې ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ چې د کرنې سکټور د پیاوړتیا لپاره دې په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د څېړنیزو فارمونو جوړول هم په پام کې ونیول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت