د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲
آغاز برنامه آموزشی سه‌روزه برای کارمندان وزارت زراعت

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو. دغه پروګرام د «اداري مراسلاتو او دفتري مدیریت» تر عنوان لاندې جوړ شوی، چې موخه یې د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړول ښودل شوې ده.
د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو رییس شمس‌الله محمد د زده‌کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا فرصت د نوو ګمارل شوو کارکوونکو لپاره برابر شوی، څو خپل مسلکي پوهه لوړه کړي او په اداري او دفتري چارو کې لا زیات مهارتونه ترلاسه کړي.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د اداري مکتوبونو په لیکلو کې سادګي او روښانتیا په پام کې ونیسي او هڅه وکړي، چې مطالب په واضح او د پوهېدو وړ ډول وړاندې کړي، تر څو په مرکز او ولایتونو کې ادارې د دوی له فعالیتونو څخه ښه ګټه واخلي.
دا روزنیز پروګرام د درېیو ورځو لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت د استادانو له لوري پر مخ وړل کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت