روسیې ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۴
سفر هیئت وزارت زراعت به روسیه و تأکید بر گسترش همکاری‌های تخنیکی

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د کرنې وزارت له اړوندو تخنیکي او اداري بنسټونو سره ګډه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د تېرو څو ورځو د لیدنو او تخنیکي ارزونو پایلې وارزول شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو مهم محورونه تر بحث او تحلیل لاندې ونیول شول.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو تنظیم، د کیفیت د کنټرول او معیاري کولو سیسټمونو رامنځته کول او پیاوړي کول، د نباتي او حیواني قرنطین سیسټمونو لوړول او همدارنګه د تخنیکي زده‌کړو او ظرفیت‌لوړونې پروګرامونو پراختیا په څېر مسلو باندې تمرکز او خبرې اترې وکړې. 
همدارنګه، د روسیې د کرنیزې څار ادارې له مسؤلینو او د هغه هېواد د کرنې وزارت له چارواکو سره په یادو برخو کې د عملي همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.
د دې ناستې په پایله کې هوکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تخنیکي همکارۍ لا پراخې شي، ګډې پروژې پیل شي او شوې هوکړې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له لارې په رسمي ډول تعقیب شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت