د چرګانو د تولید په برخه کې د افغان او ازبېکستاني شرکتونو ترمنځ د دوه میلیونه ډالرو تړون لاسلیک شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۰
امضای قرارداد دو میلیون دالری میان شرکت‌های افغان و ازبکستانی در بخش تولید طیور

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر له ازبېکستاني چارواکو سره د لیدنې په څنډه کې، په کابل کې د ازبېکستان له لوري د «همکار پرنده» شرکت او د افغانستان د «یشلر سمرقند» شرکت ترمنځ د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک شو.
د دې تړون له مخې، دواړه شرکتونه به د یوه ورځني چرګوړو او نطفه‌لرونکو هګیو د راکړې ورکړې په برخه کې همکاري کوي. د دې هوکړې موخه د چرګانو د تولید د ځنځیر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراختیا بلل شوې ده.
چارواکي وایي، چې افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې ځان‌بسیاینې ته نږدې شوی دی، خو د یوه ورځنیو چرګوړو او نطفه‌لرونکو هګیو د تولید په برخه کې لا هم وارداتو ته اړتیا لري. د دوی په وینا، دا ډول همکارۍ کولای شي د دې اړتیا په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
همدارنګه ټینګار شوی، چې د بېلابېلو نسلونو د غوښینو او هګۍ‌ورکو چرګانو لپاره د نطفه‌لرونکو هګیو تولید ترسره کېږي، او د دې برخې پراختیا کولی شي د هېواد د چرګانو د صنعت په ښه‌والي کې اغېزناک تمام شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت