د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د بني‌حصار په سيمه کې د کرنيزو او مالدارۍ فارمونو څخه ليدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴۲

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام، د کابل د بني‌حصار په سيمه کې د ياد وزارت له کرنيزو او مالدارۍ فارمونو څخه ليدنه وکړه.
د دې ليدنې پر مهال د دعوت او ارشاد رییس له کارکوونکو سره وکتل او هغوی ته يې د اصلاح اړوند ټکي او لازمې لارښوونې وړاندې کړې. نوموړي وغوښتل، چې کارکوونکي خپل ځانونه د خدای رسول د سيرت او سنتو سره سم برابر کړي او له مراجعينو او همکارانو سره په چلند کې نېک اخلاق مراعت کړي.
په دې ليدنه کې د جومات امام او د بېلابېلو برخو کارکوونکو هم ګډون درلود.


بازدید رییس دعوت و ارشاد وزارت زراعت از فارم‌های زراعتی و مالداری وزارت زراعت در ساحه بنی حصار
۲۹ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی محب‌الله انعام، رئیس دعوت و ارشاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از فارم‌های زراعتی و مالداری این وزارت در ساحه بنی‌حصار کابل دیدار کرد.
در جریان این بازدید، رئیس دعوت و ارشاد وزارت زراعت با کارمندان دیدار کرده و نکات اصلاحی و راهنمایی‌هایی ارائه نمود. وی خواستار شد تا کارکنان خود را مطابق سیرت و سنت پیامبر ص آرسته سازند و اخلاق حسنه را در برخورد با مراجعین و همکاران رعایت کنند.
در این دیدار، امام مسجد و کارمندان بخش‌های مختلف فارم‌ها نیز حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت