کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه دایره شوه

qiam_amin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۰
کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه دایره شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو، د بورد غړو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د استازو په حضور کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ معینیت د غونډو په تالار کې دایره شوه.

په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې وویل: «د یوه هېواد د کرنې او مالدارۍ بنسټ او اساس څېړنې دي. موږ هڅه کوو چې باکیفیته تخمونه تولید شي، څو د خلکو، هېواد او بزګرانو په ګټه تمام شي. له بلې خوا، د متخصصینو، بزګرانو او بازار ترمنځ نږدې همغږي ضروري ده او د تخمونو بازار باید کنټرول شي. همدارنګه بزګرانو ته باید پوهای ورکړل شي، څو له اصلاح شویو تخمونو څخه استفاده وکړي او ښه او ډېر حاصلات تر لاسه کړي.»

وروسته، د کرنې وزارت د تطبیقي او توافقي څېړنو ریاست متخصصینو په بېلابېلو زونونو کې د خپلو څېړنو پایلې او فعالیتونه ګډونوالو ته وړاندې کړل. همدارنګه د کرنې وزارت رییسانو، سلاکارانو، متخصصینو او د کابل پوهنتون استادانو د راتلونکو فعالیتونو د لا ښه والي لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، څو راتلونکی پلان جوړونه د همدغو وړاندیزونو په رڼا کې ترسره شي.

یاده غونډه د تخمونو د کیفیت د لوړولو، د کرنیزو څېړنو د پراختیا او د هېواد د څېړنیزو، تطبیقي او پوهنتوني بنسټونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت