کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
کمپاین‌های منظم علیه آفات «یوریا سپرې» و «مورپتدار» در ولایت کندز در جریان است

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د څانګې له لارې د «یوریا سپرې» او د «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه پیل کړي دي. دغه کمپاینونه دا مهال په اغېزمن ډول د امام‌صاحب، قلعه‌ذال او چهاردرې ولسوالیو کې جریان لري.
یاد پروګرام په ۷ هغو کلیو کې تطبیق شوی چې مېوه‌ لرونکي بڼونه لري، او تر اوسه له ۱۰۰ تنو څخه ډېرو بڼوالو ته د افاتو د پېژندنې، د مخنیوي لارو چارو، د یوریا سپرې د سم استعمال او د مورپتدار افت پر ضد د اغېزمنې مبارزې په اړه عملي او نظري پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه، د دې کمپاین په ترڅ کې له ۴۴ زرو او ۵۰۰ څخه زیاتې مېوه‌ لرونکې ونې تر پوښښ لاندې راغلې او پرې لازم حفاظتي اقدامات عملي شوي دي. د دې پروګرام تطبیق به د افاتو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو په کمولو، د بڼونو د روغتیا په ښه کولو او د بڼوالو د حاصلاتو په زیاتولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د ګوشتې ولسوالی د دوړ خېلو او خوګا خېلو کلیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار یوشمېر ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په شېرزاد، حصارک او ګوشتې ولسوالیو کې  بزګرانو او بڼوالو  ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

بازگشت